د لاس رسي وړ اتصالات

غزني وضعیت بېرته عادي‌ حالت ته ګرځېدلی- ملګري ملتونه


د غزني‌په جنګ کې زرګونه کسان بېځایه شول
د غزني‌په جنګ کې زرګونه کسان بېځایه شول

د ملګرو ملتونو د بشري‌چارو هماهنګ کوونکې اداره وايي چې د غزني په جنګ کې شاوخوا ۲۱۰۰۰ خلک بې کوره شوي.

دغې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې غزني بېرته خپل پخواني حالت ته ګرځېدلی او په ښار کې د جنګ د ویجاړیو بیارغونه پیل شوې ده.

راپور وایي چې په ښار کې هټۍ او مارکیټونه بېرته پرانیستل شوي، خلکو عادي‌ ژوند پیل کړی، برېښنا راغلې، مخابراتي شبکو بیا فعالیت پیل کړی او د ورانو شویو ځایونو بیارغونه هم روانه ده.

دغه سازمان همدغه راز وايي چې افغان ځواکونو د کابل-غزني پر لویې لارې ټول ښخ کړل شوي ماینونه پاک کړي ‌او لار هم پرانیستل شوې ده، خو په راپور کې ویل شوي ‌نه دي‌ چې په دغه جنګ کې حکومت او ولس ته څومره مالي زیانونه اوښتي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ښار خپاره شويو ‌تصویرونو او ویډیوګانو څخه داسې ښکاري چې ډېرې حکومتي ‌او ولسي ودانۍ یا بیخي او یا هم نیمايي ویجاړې شوي‌ دي.

د غزني په جنګ کې ډېر خلک بېځایه شول او ډېرو نورو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله، د ملګرو ملتونو د بشري ‌چارو هماهنګ کوونکې اداره وایي چې د خوړو نړیوال سازمان او د افغان سرې میاشتې ټولنې ۸۶۰۰ کسانو ته بېړنۍ خوراکې مرستې هم رسولي‌ دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو پر غزني ښار برید وکړ، جنګ څو ورځې روان و خو بلاخره طالبان په شا وتمبول شول. افغان چارواکي وايي شاوخوا ۴۰۰ وسله وال په دغه برید کې وژل شوي چې یو شمېر یې پاکستاني اورپکي وو او د چارواکو په خبره مړي یې پاکستان ته اړول شوي دي.

ولسمشر غني له برید وروسته غزني ‌ته ولاړ او د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان څخه یې وغوښتل چې په غزني کې د وژل شویو پاکستاني‌ اورپکو په اړه وضاحت ورکړي‌، خو د پاکستان پوځ دا ادعا رد کړه چې ګنې پاکستانیان دې په غزني کې جنګېدلي‌ او وژل شوي وي.

په جنګ کې لسګونه افغان امنیتي‌ ځواکونه هم ووژل شول او ژوبل شول او همدغه راز د یو شمېر ملکیانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ځينې کارپوهان وايي چې طالبانو پر غزني ځکه داسې برید وکړ چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي. پر غزني‌ داسې مهال برید وشو چې افغان حکومت او امریکايي چارواکو تر بل هر وخت زیات اوس له طالبانو سره د سولې مذاکراتو او خبرو ته لیوال دي.

XS
SM
MD
LG