د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان د ماشومانو لپاره 'تر ټولو بد' هېواد دی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو صندوق (یونیسف) وايي چې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هیواد دی او لا هم په دغه هیواد کې میلیونونه ماشومان له خپلو اساسي حقونو څخه بې‌ برخې دي.

د یونیسف استازې سوزان فورمن د سې‌شنبې په ورځ د جون ۱ (غبرګولي ۱۱) په کابل کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي کچه لس میلیونو ته پورته شوې او د ۲۰۰۴ کال راهیسې د هغو ماشومانو شمېر چې ښه وده یې کړې ۲۴سلنې ته رسېدلی دی.

خو اغلې فورمن وویل: "افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. جګړې او تاوتریخوالي ته په پاملرنې موږ د نویو زیږېدونکو ماشومانو او د مړینې لوړې کچې په تړاو اندېښمن یو، په هر ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۶۰ یې له زیږون وړاندې مري، له څلور میلیونو څخه زیات ماشومان له ښوونځیو بې‌ برخې دي".

د یونیسف د استازې د هر افغان ماشوم د ژوند په لومړیو زرو ورځو باندې پانګونه د ماشومانو د راتلونکي د ښه‌والي لپاره تر ټولو غوره لاره وبلله او زیاته یې کړه هغه ماشومان چې د خپل ژوند په لومړیو زرو ورځو کې مالي او معنوي ملاتړ ولري د نورو ماشومانو په پرتله ۲۵سلنه ښه وده کوي.

اغلې فورمن ډاډ ورکړ چې اداره یې د افغانستان له حکومت سره ګډ کار ته ژمنه ده او د ماشومانو د خوندیتوب او پرمختګ لپاره به د نورو مرستندویو بنسټونو ترڅنګ د افغانستان له ماشومانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د جګړو او ناامنیو له امله میلیونونه افغان ماشومانو له خپلو اساسي حقونو څخه بې‌ برخې دي.

خو ښاغلي غني ټینګار کړی چې له دغو ستونزو سربېره د بل هر وخت په پرتله اوس په هیواد کې زیات شمېر ماشومان ښوونځیو ته ځي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان په ۲۳ کټګوریو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني په دغو مراسمو کې وویل چې په هر لسو ماشومانو کې له اوو سره تاوتریخوالی کېږي، ۴۸ سلنه ماشومان په وړکتوب کې ودېږي او ۸۰ سلنه په ماشوموالي کې واده کولو ته اړ ایستل کېږي.

ښاغلي جیلاني دغه راز وویل چې دا مهال یو میلیون افغان ماشومان له مخدره موادو اغیزمن دي، ۷۷ سلنه وهل او ډبول کېږي، ۶۶ سلنه فزیکي وده نه لري او ۳۶ سلنه په خوارځواکۍ اخته دي.

هغه زیات کړه: "۱۹۶زره معلولیت لرونکي ماشومان لرو، په واټونو کې د هرو درېیو کارګرو ماشومانو له شمېرې یو یې سوال کوي".

ښاغلي جیلاني وویل له زیانمنونکو ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره افغان حکومت په پام کې لري چې په ۳۴ ولایتونو کې د ملاتړ مرکزونه فعاله کړي چې له دې شمېرې تراوسه په کابل، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دغه مرکزونه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG