له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (UNICEF) پاکو اوبو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو ستاینه کړې، خو ټینګار یې کړې چې په دې برخه کې لازیاتو اقداماتو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د یونیسف استازې الیس اکونګا ویلي چې په تیرو څو کلونو کې افغان حکومت د څښاک اوبو ته د خلکو په ځانګړي ډول د کلیو د اوسیدونکي د لاسري په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي دي.
د اغلې اکونګا په وینا شاوخوا لس کاله وړاندې ۸۰ سلنه افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس دغه کچه ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
افغانستان کې د یونیسف استازې زیاته کړې: "د نفوس له چټکې ودې سره هممهاله په ټول هېواد کې ۱۰ میلیونه وګړي لا هم حتی د اوبو له لومړنیو اسانتیاو څخه بېبرخې دي".
اغلې اکونګا ټینګار کړی چې یونیسف له افغان حکومت، مرستندویو بنسټونو او نورو سازمانونو سره پیاوړی مشارکت رامنځ ته کړی دی ترڅو د اوبو او اوبو ته د دایمي لاسرسي په برخه کې د ستونزو د حل لپاره یو جامع پروګرام رامنځ ته کړي.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال پوپل حبیبي ویلي چې افغان حکومت ژمن دی ترڅو د لازیاتو پروژو په عملي کولو سره پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه کړي.
ښاغلي حبیبي ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی ترڅو په ټولو ستونزو برلاسی شي او موږ هیله لرو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې په خوندي مدیریت سره د څښاک اوبه ټولو افغانانو ته برابرې کړو".
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په کلیو کې د هرو څلورو افغان ماشومانو له شمېرې یو یې د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی نه لري.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال ویلي افغان ماشومان اوبو ته د لاسرسي لپاره اوږد واټن وهي چې دا د هغوی روغتیا او وده له ګواښ سره مخ کوي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم ویلي چې د روان کال په ژمي کې د ورښتونو ټیټې کچې ته په پاملرنې میلیونونه افغانان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.