د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب کینیا کې پر هغې اډې برید کړی چې امریکايي پوځ یې کاروي


د سومالیا یاغي ډلې الشباب ویلي چې د کینیا په ساحلي ښار لامو کې یې په یوې اډې برید کړې چې امریکایي پوځیانو ترې استفاده کوي.

امریکایي پوځیانو ویلي چې دغه برید د یکشنبې په سهار جنورۍ پنځمه شوی، خو دا چې امریکایي پوځیانو ته تاوان رسیدلی که نه، جزییات ندي وړاندې کړي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې برید د یو موټر بم په چاودنه پیل شو او بیا یو شمیر سخت دریځو ډزې پیل کړې.

د کینیا د دفاع وزارت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بریدگرو سره په جگړه کې یې څلور یاغیان وژلي دي. ددې اعلامیې له مخې د الشباب یاغیانو غوښتل پوځي اډې ته ننوځي او بریدونه وکړي.

دا په کینیا کې پر امریکایي پوځیانو باندې د الشباب لومړنی برید و. دغې ډلې پخوا دننه په کینیا کې پر ملکي اهدافو لکه په ښاري بسونو، ښوونځیو او پلورنځایونو بریدونه کړي دي.

د کینیا د لامو ساحلي ښار کمیشنر ایرونگو مچایرا، د اسوشیتډپرس اژانس ته ویلي چې پنځه تنه ددغه برید په تړاو نیول شوي او ترې تحقیقات کیږي.

د الشباب ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې ددغې پوځي اډې یوه برخه یې نیولې او پوره تاوان یې وراړولی دی.

د کینیا پولیسو رپوټ ورکړی چې یوه امریکایي او بله کینیایي هلیکوپترې او د امریکایي پوځیانو څو پوځي وسایط په دغه برید کې تخریب شوي دي.

د "سیمبا" هوایي اډه د کینیا په ساحلي ښار لامو کې یوه لسیزه مخکې جوړه شوې او د امریکا د دفاع وزارت د رپوټ له مخې څه کم ١٠٠ امریکایي سرتیري پکې میشت دي چې د امریکا د افریقایي متحدینو پوځیانو ته د ترهگرۍ پر ضد روزي.

د الشباب ډلې یوه اونۍ مخکې په سومالیا کې مرگونی برید وکړ چې په کې لږ تر لږه ۷۹ تنه ووژل شول چې اکثر یې ملکي وگړي وو.

په کینیا کې پر پوځي اډې باندې د الشباب برید وروسته له هغې کیږي چې په عراق کې د امریکایي پوځیانو په یو هوایي برید کې د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني ووژل شو.

خو امریکایي پوځیان د الشباب د ننني برید او د سلیماني د وژنې ترمنځ تړاو رد کړی دی. په افریقا کې د امریکایي پوځیانو د قوماندانۍ ویاند کرستوفر کارنس، ویلي دي چې: "الشباب د القاعده سره تړاو لري او خپله اجندا لري".

الشباب هغه تصویرونه خپاره کړي چې په کې یوه الوتکه سوځي. دغه ډلې گواښ کړی دی چې بریدونو ته به دوام ورکړي. ډې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې "بیت المقدس به هیڅکله یهودي نشي".

XS
SM
MD
LG