د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې لسګونه زره کسانو د فرانسې ضد مظاهره وکړه 


پولیس وايي شاوخوا ۵۰زره کسانو په دغې مظاهرې کې برخ اخیستې وه
پولیس وايي شاوخوا ۵۰زره کسانو په دغې مظاهرې کې برخ اخیستې وه

د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې نن دوشنبه نومبر ۳ (لړم۱۳)‌ شاوخوا ۵۰زره کسانو د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په ضد مظاهره وکړه.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون څو ورځې مخکې د اسلام د پیغمبر د کارتون خپریدل د بیان د ازادۍ د حق په توګه یاد کړل.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې یو «افراطي» د تاریخ د مضمون یو استاد وواژه. دغه استاد په ښوونځي کې د بیان د ازادۍ په بحث کې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون ښودلی و.

په بنګله دېش کې مظاهره کوونکو د فرانسې په ضد شعارونه ورکړل، له هغه هېواد سره یې د اړیکو د پریکون غوښتنه وکړه او هڅه یې کوله چې د فرانسې د سفارت پر لوري ولاړ شي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

فرانسه له بنګله دېش سره ښه تجارتي ‌روابط لري او د بنګله دېش ښه مرستندویه ده.

تر بنګله دېش مخکې په ځینو نورو هېوادونو کې د ښاغلي‌ مکرون د دغو څرګندونو د غندلو لپاره مظاهرې شوي دي.

نن د اندونیزیا په پلازمینه جکارتا کې هم په زرګونو کسانو د فرانسې د سفارت مخ ته د هغه هیواد د جمهور رئیس پر ضد مظاهرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر د الجزیزې له شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي‌ دي: « زه درک کوم چې خلک به د دغه کاریکاتور په خپرولو حیران شوي وي، خو د خشونت توجیه کول هېڅکله هم نه شم منلی.»

د جمعې په ورځ په کابل کې هم د مکرون د څرګندونو په ضد مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG