د لاس رسي وړ اتصالات

سبا افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ پیلیږي


د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ تلې په دریمه نیټه په کابل کې پیلیږي.

د افغانستان په کچه اته لوبډلې د ۱۵ وروځو لپاره د دغه لوبو د اتلولۍ ګټلو لپاره سره سیالي کوي.

د میوند اتلان، طوفان هریرود، د اباسین څپې، شاهین اسمايي، د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او موج های امو د دغه لیګ لوبډلې دي.

په لومړنۍ لوبې کې سبا پنجشنبه سپټمبر ٢٣ (تلې دريمه) د اباسین څپې او طوفان هریرود لوبډلې سره سیالي کوي.

د اباسین څپې لوبډلمشر شیر علي لعلي نن امریکا غږ ته وویل چې د لیګ ګټلو ته یې لوبغاړي چمتو کړي‌ دي.

هغه زیاته کړه: "د قرنطین او له هغه وروسته مو په کابل او ولایتونو کې د لیګ پیلېدو ته زیارونه باسلي تر څو نهم پړاو وګټو."

د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په داسې حال کې پیلیږي چې د کرونا ویروس له امله لګېدلي ګرځبندیزونه پوره ندي رفع شوي.

درې اونۍ مخکې ټول افغانستان کې ورزشي فعالیتونو د شپږ میاشتني ځنډ وروسته بیاځلي پیل شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغو لوبو د پیلېدلو لپاره د صحي اقدامونو د مراعت کولو سپارښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG