د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ په بېړه د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن هم د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه او بې نظمه نه وزي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن هم د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه او بې نظمه نه وزي.

د افغانستان جمهوري ریاست له افغانستان څخه په بېړه د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال نن جمعه فبروري ۱۹( کب لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د ناټو د دې پریکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو روزني، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي.

دواخان مینه پال پر خپل ټویټر پاڼه هم لیکلي چې افغان حکومت او ناټو د یو ګډ ګواښ پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې: "موږ او ناټو دیو مشترک تهدید پر وړاندي، ګډه مبارزه کوو. دامشترک تهدید دالقاعدې په شمول ټولي تروریستي ډلي دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکي لري، ددوحې تر توافقنامه راورسته طالبانو باید دا اړیکې قطع کړي وای، خو برعکس غځولې او پیاوړي شوې دي."

د افغانستان په اړه د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه د فبروري پر ۱۸مه نېټه تر سره شوه.

پرون پنجشنبه فبروري ۱۸مه د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم وویل چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.

ښاغلي ستولتنبرګ پرون پنجشنبه وویل: "تر اوسه مو په افغانستان کې زمونږ د راتلونکي حضور په اړه وروستی تصمیم ندی نیولی، خو د مۍ د میاشتې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به مونږ د متحدینو په توګه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړو."

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن هم د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه او بې نظمه نه وزي.

د پنتاګون د اعلامیې له مخې لوید آستن ویلي چې د امریکا متحده ایالات له دپلوماتیکي لارې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي.

د ۲۵۰۰ امریکایي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۹۶۰۰ بهرني پوځیان همدا اوس د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې میشت دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیایي.

XS
SM
MD
LG