د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان کې د حقاني ډلې پر پټنځاې برید شوی


له پاکستان څخه راپورونه وایي چې افغانستان ته نژدې د حقاني ترهګرې شبکې پر یوه پناه ځای بمي‌ برید شوی. په برید کې درې تنه وژل شوي.

چارواکي وايي چې په وژل شویو کې یې دوه اورپکي دي او د درېیم کس په اړه معلومات نشته. برید د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۲) په جنوبي وزیرستان کې شوی دی.

په برید کې ۱۱ تنه نور ژوبل شوي هم دي. د حقاني شبکې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي‌ دي چې برید د نیک محمد په نامه د حقاني د یو قومندان پر دفتر شوی دی او په زخمیانو کې د دغې شبکې یو بل قومندان جمشید خان هم شامل دی.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی او نه هم حقاني شبکې چاته د پړې ګوته نیولې ده. په برید کې دا پټ دفتر هم ویجاړ شوی دی.

ویل کیږي ‌چې دلته به د حقاني شبکې لوړ پوړیو غړو غونډې هم کولې. رویټرز وايي په اسلام اباد کې ورته ځینو امنیتي ‌چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده.

د حقاني شبکه په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندې په لویو او پیچلیو بریدونو تورنه ده چې سلګونه کسان په کې وژل شوي‌ او ژوبل شوي‌ دي.

افغان او امریکايي چارواکي‌ وايي‌ دا شبکه په پاکستان کې دننه فعاله ده او د دغه هېواد د څارګرې ادارې ملاتړ له ځان سره لري،‌ خو پاکستان دا تورونه نه مني.

کابل او واشنګټن د دغې شبکې ختمول او بندول غواړي.

XS
SM
MD
LG