د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: اذربایجاني ځواکونه باید د ارمنستان له خاورې ووځي


د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون نن سه شنبه د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه (غبرګولي ۱۱) د اذربایجاني ځواکونو وغوښتل چې د ارمنستان له خاورې ووځي.

دغه غوښتنه د وروستیو اونیو د پیښو وروسته کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تازه نښتو اندیښنې یې زیاتې کړې دي.

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون، د ارمنستان د سرپرست صدراعظمنیکول پاشینیان،‌ سره د لیدنې پر مهال وویل چې د سختو جګړو وروسته د رامنځ ته شوي اوربند د دوام لپاره باید زیات کارونه وشي.

فرانسه د ارمنستان له نژدې متحدینو څخه ده او له دغه هیواد څخه یې په وار وار ملاتړ کړی دی.

ښاغلي مکرون وویل: "اذربایجاني ځواکونه باید د ارمنستان له خپلواکې خاورې ووځي."

ښاغلي پاشینیان تیره میاشت وویل چې اذربایجاني ځواکونه درې کیلو میتره د دوی خاورې ته ننوتلي دي او یو جهیل یې محاصره کړی دی چې د دواړو هیوادونو پورې مربوط دی.

د فرانسې جمهور رئیس له دواړو اړخونو وغوښتل چې خپل ځواکونه هغو سیمو ته پر شا کړي چې له کړکیچ دمخه په کې میشت وو. هغه وویل چې فرانسه پدې هکله مرستې ته تیاره ده.

تیر کال ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ د سیمې پر سر شپږ اونۍ جګړه وکړه؛ هغه جګړه چې شاوخوا شپږ زره کسان په کې ووژل شول.

په قره باغ کې نښتې د تیر کال د سپتمبر په ۲۷پیل شوې او د روسیې په میانځګړیتوب دواړو خوا اوربند وکړ.

د اوربند په اساس ارمنستان د ارمني جلاغوښتونکو تر کنترول لاندې سیمې چې د ۱۹۹۰لسیزې د جګړو په ترڅ کې یې نیولې وې، باکو ته وسپارلې؛ هغه تصمیم چې د ارمنیانو د غوسې او د اذربایجانیانو د خوښۍ سبب شو .

اذربایجاني او ارمنستاني پوځیان د پخواني شوروي اتحاد له منځه تللو وروسته د جګړو او دښمنیو سابقه لري.

ارمني جلاغوښتونکي د قره باغ سیمه د ۱۹۹۰کلونو له سختو جګړو وروسته ونیوله چې په کې هغه وخت ۳۰زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG