د لاس رسي وړ اتصالات

هیلې، هوډ او معلولیت؛ د کورني کرکټ لوبغاړي ننګیالي امیني د ژوند کیسه


۲۲ کلن ننګیالی امیني د بغلان اوسیدونکی او د کورني کرکټ لوبغاړی دی چې د معلویت سره هم کرکت کوي.
۲۲ کلن ننګیالی امیني د بغلان اوسیدونکی او د کورني کرکټ لوبغاړی دی چې د معلویت سره هم کرکت کوي.

د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوی ننګیالی امیني د خپل راتلونکي او پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي، خو د هغه نیمګړی وجود د هغه د ارمانونو په پوره کولو کې مرسته نه کوي.

هغه کلک هوډ لري خو فزیکي حالت یې اجازه نه ورکوي خپلو ارمانونو ته چې هغه د کرکټ په نړیوالو لوبو کې لوبیدل دي، ورسیږي.

۲۲ کلن ننګیالی امیني د بغلان اوسیدونکی او د کورني کرکټ لوبغاړی دی چې د معلویت سره هم کرکت کوي. هغه په کوچنیتوب کې په ګوزڼ اخته شوی او اوس یې یوه پښه کار نه کوي.

ننګیالی یو د کلک هوډ لرونکی ځوان دی، د خپل راتلونکي لپاره ګڼ ارمانونه لري چې کولی شي ورته ورسیږي، مګر د ګوزڼ ناروغي کلکه څپیړه یې خوړلی، چې ډیر کله یې له خپلو ارمانونو راګرځوي او نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

ننګیالی د کرکټ لوبغاړی دی او غواړي د نړیوالو سیالیو په ډګرونو کې ولوبیږي، خو فزیکي نیمګړتیا یې هغه څه ده چې دی ترې شکایت کوي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "په وړوکوالي کې ناپوهي وه، کورنۍ مو پر وخت سره واکسین نه کاوه او له همدې امله دې حالت ته ورسیدم. معلولیت ماته ډېر ستونزې راپېښې کړي، که معلولیت نه وای، ما کولی شول چې ډ‌ېر غټ کارونه وکړم، حتا ملي ټېم ته لاره پیدا کړم، خو اوس چې معلول شوی یم، دا چانس نه لرم او مخکې هم موقع نشته."

ننګیالی د خپل معلولیت او پر ګوزن د اخته کیدو لامل د خپلې کورنۍ بې احتیاطي ګڼي، ځکه دوی ورته په وخت واکسین نه دی ورکړی، او په وینا یې معلولیت یې ژوند ورتریخ کړی دی او د پرمختګونو مخه یې ورته ډپ کړې ده.

هغه له ټولو کورنیو غواړي، د دې لپاره چې ماشومان یې ښه راتلونکی ولري او خپلو ارمانونو او هیلو ته ورسیږي، باید سالم وي او پر وخت ورته د ګوزڼ واکسین وشي، چې دده پر برخلیک اخته نه شي.

ننګیالي وویل: "د پولیو واکسین ډېر ګټور دی، له کورنیو څخه خواهش کوم چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي ترڅو هغوی د ګوزڼ له ناروغۍ څخه خلاص شي او په اینده کې زما په شان معلوله نه وي."

‌د ننګیالي نږدې ملګري هم خفه دي او وايي، که په ماشومتوب کې یې د پولیو ضد واکسین ورته شوی وای، نو ننګیالی به له اوسنیو ستونزو سره نه و مخ شوی.

دوی له ټولو خلکو غوښتنه کوي چې د پولیو څاڅکو په ورکولو کې بې غوري ونه کړي او د پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

د ننګیالي نږدې ملګري، ذکریا صافي امریکا غږ ته وویل: "ننګیالی زما نږدې ملګری دی، ډېر د استعداد څښتن دی، پولیو د هغه یوه پښه زیانمنه کړې او دې پښې ورته زیات مشکلات جوړ کړي دي. که چېرې نوموړی په ماشوتوب کې واکسین شوی وای، نو اوس به په لویوالي کې ورته مشکلات نه جوړېدل."

د هغه په وينا، که په ټولو کورنیو کې ماشومانو ته سمه پاملرنه وشي، نو په راتلونکي کې به له داسې ستونزو سره مخ نه شي، چې ننګيالی ورسره پېښ دی.

ننګیالی په نیمګړي ځان په شمار له هغه کسانو دی چې پر ګوزڼ وهلي ځان د ژوند د پرمختګ لپاره ماټ ګوډ قدمونه اخلي، خو ډیر نور بیا له خپلو هیلو ناهیلې شوي دي او د کورنیو د اوږو بار دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG