د لاس رسي وړ اتصالات

سره تازه پیاز د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي


پیاز د وینې قندي مواد تنظیموي چې د شکرې په ناروغۍ اخته کسانو ته یو ښه خوراک گڼل کیږي.

له دې دمخه د پیازو د نورو گټو لکه د ویښتانو د قوت او د بدن د پوټکي ښکلا او همداشان په زړه او رگونو باندې د هغې د مثبت اثر په هکله رپوټونه ورکړل شوي وو.

تازه څیړنې چې د درماني بوټو په څیړنیز ژورنال کې خپرې شوي په پیازو کې د کورسټین په نامه موجودې کیمیاوي مادې د اثراتو په هکله تحقیق کړی او معلومات خپاره کړي دي.

څیړونکو ویلي دي چې کورسټین د وینې قند (شکرې) د کنترولولو قوي خاصیت لري او د شکرې ناروغۍ د کنترول تر څنگ پر دغې ناروغۍ باندې د خلکو د اخته کیدو مخنیوی هم کوي.

کورسټین پدې دلیل چې د هستامین ضد تاثیرات لري د حساسیت مخه نیسي او په بدن کې د التهاب (پړسوب) په وړاندې مقابله کوي.

دغه ماده همداشان د گرمۍ په فصل کې د بدن پوټکی د گرمې هوا له تاثیر ساتي په ځانگړې توگه د جلدي بخارونو د رامنځ ته کیدو مخه نیسي.

څیړونکو د سره پیاز درملیزو خواصو ته په اشارې ویلي دي چې باید هره ورځ وخوړل شوي او له پياوړ څخه ورځنۍ گټه اخیستل باید هېر نشي.

XS
SM
MD
LG