د لاس رسي وړ اتصالات

ران کلین په سپینه ماڼۍ کې د جو بایډن د دفتر رئیس وټاکل شو 


په سپینه ماڼۍ کې د جوبایډن د راتلونکي دفتر رئیس ران کلین
په سپینه ماڼۍ کې د جوبایډن د راتلونکي دفتر رئیس ران کلین

جو بایډن، چې د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو د شمیرل شویو رايو پر اساس ګټونکی اعلان شوی، خپل پخوانی سلاکار ران کلین یې په سپینه ماڼۍ کې د خپل دفتر د رئیس په توګه ټاکلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو په مخکني حکومت کې چې جو بایډن د جمهور رئیس مرستیال و، ښاغلي کلین د جمهوري ریاست د مرستیال د دفتر د رئیس په توګه کار کاوه.

ران کلین په ۲۰۱۴ کال کې او د ایبولا ناروغۍ د اوج پر وخت د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما، له لورې د ایبولا د خپریدو پر وړاندې د مبارزې د مسول په توګه ګمارل شوی و.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې د داسې کړکیچنو شیبو سره د مقابلې او د هیواد د یووالي لپاره د ښاغلي کلین په څیر د دفتر رئیس ته اړتیا لري.

ران کلین چې اوسمهال ۵۹ کلن دی د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د هاورډ پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه له فراغت وروسته د جو بایډن په دفتر کې چې هغه وخت د دلاویر ایالت سناتور و په کار پیل وکړ.

ښاغلی بایډن د خپل انتقالي سره چې په کې کارپوه کسان ګډون لري په کار بوخت دی چې د امریکا د حکومت د چارو د ادارې لپاره د جنورۍ د ۲۰ د لوړۍ له مراسمو وروسته تیاری ونیسي.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې تر دوو نورو اونیو پورې د خپل راتلونکي حکومت مهم غړي معرفي کوي.

د انتقال د بهیر په ترڅ کې چې د انتخاباتو د ترسره کیدو له ورځې څخه د لوړې تر ورځې یعنی د جنورۍ تر ۲۰ پورې باید منتخب جمهور رئیس شاوخوا​۴۰۰۰ کسان په مختلفو حکومتي څوکیو وګماري چې ددغو کسانو د دریو نه دوه برخې یې باید د سنا مجلس د باور رایه ترلاسه کړي.

سره له دې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دونالد ټرمپ تر اوسه په انتخاباتو کې خپله ناکامي نده منلې او په څو ایالتونو کې یې د انتخاباتو نتیجې چلنج کړي دي او محکمې کې یې دعوا کړې ده. ښاغلي ټرمپ د مدارکو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې چې د رای ورکولو او رایو شمیرلو په بهیر کې بې نظمۍ د هغه د ناکامۍ سبب شوي دي.

د شمیرل شویو رایو په اساس ښاغلی بایډن تر اوسه توانیدلی چې ۲۷۹ انتخاباتي رای خپلې کړي. په انتخاباتو کې د بریا لپاره لږ تر لږه ۲۷۰ انتخاباتي رای اړینې دي.

سره له دې چې ښاغلي ټرمپ تر اوسه د انتخاباتو نتیجې ندي منلي د رویترز او ایپسوس ګډه نظرپوښتنه چې د سه شنبې په ورځ شوی ښیي چې ۸۰ فیصده امریکایان د نیمایي جمهوري غوښتونکو په ګډون بایډن د انتخاباتو ګډونکی ګڼي.

د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن، د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون او د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل په ګډون د امریکا د متحدو اروپایي هیوادونو مشرانو د دونالد ټرمپ ادعاو ته په نه پاملرنې ښاغلي بایډن ته د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټونکي په توګه مبارکي ویلې ده.

XS
SM
MD
LG