د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د جنوب ختیځې آسیا له هیوادونو سره د همکارۍ ژمنه وکړه


جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) ژمنه وکړه چې متحده ایالات به د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو له مهم ستراتیژیک ائتلاف سره همکاري وکړي.

ښاغلي بایډن ددغو هیوادونو مشرانو ته وویل، په داسې حال کې چې د امریکا سیال هیواد چین هم په دې سیمه کې د نفوذ د پراخیدو هڅه کوي" موږ به داسې یوه ښه راتلونکې جوړه کړو چې ټول یې لیدل غواړو."

د متحدو ایالتونو ولسمشر دا څرګندونې د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ټولنې ASEAN په غونډه کې چې د نومبر په لسمه د کمبوډیا په پایتخت پنوم پن کې پیل شوې او تر یکشنبې دوام کوي، د یادې ټولنې مشرانو ته وکړې.

بایډن د ۱۰ هیوادونو بلاک ته وویل"د هند-آرام سمندر ستراتیژي زما د حکومت زړی دی." نوموړي ژمنه وکړه د داسې یوې سیمې له جوړیدو سره به همکاري وکړي چې "آزاده، پرانیستې، باثباته، پایداره ، هوسا، انعطاف پذیره او خوندي واوسي."

بایډن د اقلیم او روغتیایي امنیت په برخو کې د همکاري په ګډون وویل:" زه له آسیان او له تاسو هر یوه سره مشترک کار ته سترګې په لار یم، څو په ټوله سیمه کې سوله او نیکمرغي راولو او د چین د جنوبي سیند څخه بیا تر میانمار پورې ننګونې لرې کړو او مشترکو ننګونو ته د حل لارې پیدا کړو."

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس په داسې حال کې د آسیان په څو ورځنۍ غونډه کې دا څرګندونې وکړې چې ټاکل شوېده نوموړی د دوشنبې په ورځ د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو جي۲۰ د مشرانو د غونډې پرمهال د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وګوري.

پر شمالي کوریا د فشار راوستلو ته د بایډن هڅه

بایډن چې د شنبې په ورځ آسیا ته تللی، په پام کې لري چې د چین له ولسمشر سره په خپل لومړي مخامخ ملاقات کې له هغه څخه د شمالي کوریا د مهار کولو غوښتنه وکړي.

د نړۍ د دوو مشرانو ترمنځ دا ملاقات په داسې حال کې کیږي چې شمالي کوریا په بې سارې ډول د مزایلو ازمایښتونه کړي او دا ویره یې رامنځ ته کړې چې نوموړی هیواد به ډیر ژر خپل اووم اټومي آزمایښت هم وکړي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان خبریالانو ته وویل چې بایډن به د دوشنبې په غونډه کې شي جینپینګ ته ووایي چې د پیونګ یانګ ستر متحد چین" د شمالي‌ کوریا د ناوړه تمایلاتو په مخنیوي کې د اغیزناک رول لوبو ته علاقه مندي لري."

ښاغلي سلیوان زیاته کړه ولسمشر بایډن به همدارنګه د چین ولسمشر ته ووایي که"شمالي ‌کوریا خپلو اټومي فعالیتونو ته دوام ورکړي، دا به په سیمه کې د امریکا د نظامي او امنیتي حضور د زیاتوالي په معني وي." نوموړي وویل بایډن به له چین څخه څه ونغواړي بلکې هغه ته به "خپل لیدلوری" بیان کړي.

امریکایي چارواکي وایي شمالي کوریا په خپلو اټومي فعالیتونو سره نه یوازې متحدو ایالتونو، جنوبي کوریا او جاپان ته ګواښ متوجه کوي بلکې د ټولې سیمې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د متحدو ایالتونو او چین ولسمشرانو ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې واک ته د بایډن له رسیدو وروسته څو ځله په ټلفون خبري کړي دي خو دا به لومړی ځل وي چې هغوی مخامخ سره ګوري.

XS
SM
MD
LG