د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکايي پوځ باید داسې جنګ کې دخیل نشي چې افغان پوځ په کې جنګ نکوي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په خپلې لومړۍ وینا کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د اېستلو د پرېکړې ننګه وکړه.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري۲۵) د واشنګټن په ماسپښین په خپلې وینا کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا حضور د ملت جوړونې لپاره نه و.

هغه وویل چې له طالبانو سره تړون ورته له مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه په میراث پاتې و او د دغه تړون په اساس امریکايي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه وتلي‌ وای.

نوموړي زیاته کړه چې دوه انتخابونه یې لرل: یا به یې د ښاغلي ټرمپ په تړون عمل کاوه او یا به یې په پسرلي کې د جګړې بل فصل ته چمتوالی نیوه چې ورسره جګړه نوره هم زیاتېدله.

هغه وویل چې ولې امریکايي ځواکونه په داسې یوې جګړې کې ښکیل وي چې په خپله افغان عسکر په کې د جنګ لپاره لیوالتیا نلري.

هغه په خپلو خبرو کې د افغان سیاستوالو ترمنځ په سیاسي تفاهم ټېنګار وکړ خو وویل چې ولسمشر غني تاکېد کاوه چې افغان ځواکونه به له طالبانو سره جنګیږي خو په خبره یې د ښاغلي غني محاسبه «سمه نه وه».

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د مخکني اټکل خلاف وضعیت چټک بدل شو او د دغه هېواد سیاسي مشران او له هېواد څخه «وتښتېدل».

د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته په کور دننه او بهر په ښاغلي بایډن باندې ځينې انتقادونه وشول چې ولې یې ټول امریکايي عسکر له افغانستان څخه واېستل.

د ځینو امریکایي سیاستوالو د انتقاد تر څنګ ځینو هېوادونو هم انتقادونه وکړل.

بریتانیا وویل چې د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ماتې ده او جرمني وايي چې دا پرېکړه په امریکا کې دننه د داخلي سیاست له کبله وشوه.

خو ښاغلي بایډن وویل چې ټول انتقادونه مني خو نغواړي چې دا جګړه د امریکا بل ولسمشر ته په میراث پریږدي.

هغه دا خبره هم وکړه چې امریکا د نړۍ په یو شمېر هغو هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد عملیات کوي چې دوی په کې پوځي‌ موجودیت نلري او په وینا یې که ضرورت شو په افغانستان کې به هم دا کار وکړي.

ولسمشر بایډن وویل امریکا داسې امکانات برابر کړي دي چې په سیمه کې د ترهګرو په ګواښونو څار ولري او د اړتیا په وخت کې پرېکنده ګام واخلي.

XS
SM
MD
LG