د لاس رسي وړ اتصالات

افغانې ښځې د سینې د سرطان په هکله څومره پوهیږي؟


د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له وژونکو او خطرناکو سرطانونو څخه دی ، خو د افغانستان ښځې پدې هکله ډیر لږ معلومات او پوهاوی لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ د کنټرول پروگرام مسول ډاکتر میهن عبدالله، وایي د سینې د سرطان په اړه د ښځو د خبرتیا نشتون ددې سبب کیږي چې هغوی ډیر ناوخته ډاکتر ته مراجعه وکړي او کله چې دغه ناروغي ډیره پرمخ تللې وي، نو درملنه یې سختیږي.

ډاکتر میهن د امریکا غږ ته وویل "هر کال د افغانستان شاوخوا ٢٠ زره اوسیدونکي د سرطان په مختلفو ناروغیو اخته کیږي چې د ٣٠٠٠ تر ٣٥٠٠ پورې یې د سینې د سرطان پیښې دي".

د سینې د سرطان ناروغۍ لاملونه څه دي؟

ډاکتر میهن عبدالله وایي د سینې د سرطان عوامل په علاج کیدونکو او علاج نه کیدونکو عواملو باندې ویشل کیږي.

ډاکتر میهن ژنیتیکی عوامل، د عمر زیاتوالی، د ١٢ کلنۍ دمخه په ښځو کې د میاشتني عادت پیل او له ۴٥ یا ٥٠ کلنۍ وروسته د میاشتني عادت نه دریدل د سینې د سرطان هغه عوامل بولي چې مخه یې نشي نیول کیدای.

اضافه وزن درلودل، ماشومانو ته د سینې شیده نه ورکول، د حمل د مخنیوي له درملو نه بیځایه استفاده کول (په ځانگړې توگه وروسته له ۴٥ کلنۍ څخه)، د ٣٥ کلنۍ نه وروسته د لومړي ماشوم زیږول، غیر صحي خواړه، ورزش او فزیکي فعالیت نه کول د سینې د سرطان د مخنیوي هغه عوامل گڼل کیږي چې د پاملرنې په صورت کې مخه نیول کیدلای شي.

د وهاج خصوصي روغتون مسؤل ډاکتر محمد هاشم وهاج، چې د سرطان د ناروغۍ متخصص هم دی وایي ددغو ذکر شویو عواملو سربیره ککړ چاپریال هم د سینې د سرطان په ناروغۍ باندې په اخته کیدو کې رول لوبوي.

ښځې څنگه پوه شي چې د سینې په سرطان اخته دي؟

ډاکتران وایي د سینې د سرطان د تشخیص لومړنۍ لار پخپله د ښځو له خوا د سینې معاینه ده. ډاکتر محمد هاشم وهاج وایي هره ښځه باید هره ورځ خپلې سینې (تي) معاینه کړي او په سینه کې د هر ډول بدلون په لیدلو سره ډاکتر ته لاړې شي.

زرغونه یوه میرمن ده چې د سینې د سرطان نه خلاصه شوې. هغه وایي یوه ورځ یې په تي کې د یوې کوچنۍ کتلې رامنځ ته کیدو ته متوجه شوه او دغه مسئله یې د خپل میړه سره چې ډاکتر دی شریکه کړه او وروسته یې د تشخیص لپاره یې د جمهوریت په روغتون کې د سرطان مرکز ته مراجعه وکړه.

زرغونه وایي چې په کابل او هند کې له درملنې وروسته ښه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان د ملي پروگرام مسؤل هم وایي چې د ٣٥ نه تر ٥٠ پورې سرطانونه د مخنیوي وړ دي چې د سینې سرطان هم په کې شامل دی.

په افغانستان کې د سینې د سرطان د تشخیص مرکزونه

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وایي اوسمهال په افغانستان کې د سینې د سرطان دوه مرکزونه فعالیت کوي.

ډاکتر میهن عبدالله وایي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص دوه مرکزونو څخه یو یې په استقلال روغتون او بل یې په جمهوریت روغتون کې دی. همداراز د سرطان د تشخیص یو مرکز په هرات ولایت کې هم موجود دی.

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په کندهار او بلخ کې هم د سرطان ناروغۍ د تشخیص مرکزونه جوړ کړي.

د سینې د سرطان په هکله د پوهاوي زیاتېدل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي د سینې د سرطان د پوهاوي په اړه یې جدي پروگرامونه تر لاس لاندې نیولي دي او غواړي ددغو پروگرامونو له لارې ددغې ناروغۍ په هکله عامه پوهاوی زیات کړي.

د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول د ملي پروگرام مسؤل وایي چې هغوی د سینې د سرطان په اړه د پوهاوي لپاره د تلویزیوني او رادیویي خپرونو او همداشان د ټولنیزو شبکو له لارې خلکو ته معلومات ورکوي.

رپوټ: مریم خموش - امریکا غږ

XS
SM
MD
LG