د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې ولې د تنکیو ځوانانو ځان وژنه زیاته شوې؟


د امریکا په متحده ایالاتو کې د ځان وژنې شمیرې په بېسارې توگه زیاتې شوي دي.د امریکا د ناروغیو د کنترول او وقایې د مرکز د رپوټ په اساس ځان وژنه په امریکا کې د ١٥ او ١٩ کلنو انسانو د مړینې دوهم ستر عامل دی.

نوې شمیرې ښیي چې په امریکا کې د تنکیو ځوانانو ځان وژنه د ٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٧ کلونو ترمنځ د ٢٠٠٠ نه تر ٢٠٠٧ کلونو په پرتله شاوخوا ٥٦ فیصده زیاته شوې ده.

همدا اوس د ١٥ نه تر ٢۴ کالو عمر لرونکو ترمنځ په امریکا کې هر کال د هرو ١٠٠ زرو کسانو له جملې نه ١١ تنه یې ځان وژني، چې د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او وقایې د مرکز د رپوټ له مخې دغه شمیره کال په کال مخ په زیاتیدو ده.

عامل یې څه دی؟

په متحده ایالاتو کې یو لړ بیولوژیکي، رواني او ټولنیزو عواملو د تنکیو ځوانانو د ځان وژنې په زیاتیدو کې رول لوبولی چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روان شناسۍ متخصصین تر ډیره رواني مشکلاتو لکه خپگان یا اندیښنه، په مخدراتو او الکولو روږدوالی او د ځان وژنو کورنۍ تاریخچې ته اشاره کوي.

ددغه نوې څیړنې له مخې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ځورونه او اذیت کول په متحده ایالاتو کې د عمده ستونزو څخه گڼل کیږي. ډیجیټل نړۍ او ټولنیزې رسنۍ چیرته چې په څو کلیکونو انسانان یو بل ځورولی شي دغه ستونزه نوره هم زیاته کړې ده

له دې سربیره د یوې بلې څیړنې موندنې ښیي چې د امریکا د متحده یاالاتو د کالجونو له هرو پنځو زده کوونکو څخه یو یې د سخت رواني فشار سره مخامخ دي او د ځان وژنې په اړه فکر کوي. د درسونو فشار، د زده کړو لوړ لگښت او د دغو ځوانانو د معیشت اړوندو اقتصادي ستونزو د ځان وژنو د احتمالي زیاتوالي عوامل گڼل شوي دي.

جنسي لیوالتیا هم یو بل عامل دی چې ددې سبب شوی تر څو همجنسبازه او یا دوه جنسو ته لیواله ماشومان د سخت فشار لاندې راشي.

د یوې څیړنې موندنو ښودلې ​چې همجنسبازه ماشومان د نورو خلکو په پرتله درې ځلې زیات د ځان وژنې هڅه کوي. همداشان دغه فکر چې دغه ډله کسان د ټولنې نه ځان منزوي حس کوي هغوی دې ته اړ کوي چې چې په ځان وژنه فکر وکړي.

وسلو ته اسانه لاسرسی د کارپوهانو له نظره یو بل عامل دی چې په امریکا کې د تنکیو ځوانانو په منځ کې ځان وژنه زیاته شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې ددې هیواد هر ٢١ کلن او یا د هغه څخه زیات عمر لرونکی تبع حق لري چې وسله ولري.

څه باید وکړو؟

د ماشومانو د رواني روغتیا کارپوهان سپارښتنه کوي چې پلرونه او میندې باید خپل اولادونه وڅاري، په ځانگړې توگه کله چې پوه شي اولادونه یې د ځان وژنې په هکله فکر کوي.

پوهان منزوي کیدنه، زیاته اندیښنه، په مخدراتو روږدیتوب، مخ په زیاتیدونکی عصبانیت او قهر، په مزاج کې بدلونونه، د ناهیلۍ څرگندونه او ډیر زیات یا ډیر کم خوب کول هغه نور عوامل گڼي چې کیدای شي پدغو حالاتو کې ماشومان په ځان وژنه فکر وکړي.

پوهان سپارښتنه کوي چې ددغه ډول علایمو په رامنځ ته کیدو او یا د یو غیر معمول او بل ډول چلند د کتنې په صورت کې پلرونه او میندې د خپلو اولادونو سره ډیر گرم، صمیمي او صادقانه بحث وکړي او همداشان رواني ډاکتر مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG