د لاس رسي وړ اتصالات

چین په افغانستان کې د خپل سفارت د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې


په کابل کې د شیر محمد عباس ستانکزي سره د چین د سفیر کتنه
په کابل کې د شیر محمد عباس ستانکزي سره د چین د سفیر کتنه

په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید شاوخوا دوې اونۍ وروسته، د چین سفیر د طالبانو حکومت له چارواکو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د چین د سیاسي نمایندګیو د امنیت ټینګولو برخه کې هڅې وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده مسله په کابل کې د چین سفیر وانګ یو، تیره ورځ ډسمبر یوولسمه (لېندۍ ۲۰) د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې مطرح کړه.

په یاده اعلامیه کې راغلي: "د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي."

د اعلامیې له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین سفیر ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د بهرنيو سیاسي استازو د امنیت تأمین د «اسلامي امارت» له لومړیتوبونو څخه دی.

د چین سفیر پر داسې مهال په کابل کې د خپل سفارت د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی دی چې د روانې ډسمبر میاشتې پر دولسمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت د دوو وسله والو کسانو په برید کې د دغه سفارت یو امنیتي کس ټپي شو.

د راپورونو له مخې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روانې ډسمبر میایشتې پر پنځمه په یوې اعلامیې کې د پاکستان پر سفارت د بریدګر د نیولو خبر ورکړ. د ښاغلي مجاهد له قوله نیول شوی کس د بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

تر هغه مخکې په تیره سپټمبر میاشت کې په کابل کې د روسیې سفارت ته نژدې په یوه ځانمرګي برید کې د دوو روسي دپلوماتو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت هم د داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

پر همدې مهال یو شمېر سیاسي تحلیلګران په دې باور دي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د یو شمېر تروریستي ډلو حضور زیات شوی او په دې برخه کې د چین سفیر اندېښنه د درک وړ ده.

د علیم داد علیم په نوم د سیاسي چارو پوه امریکا غږ ته وویل: "هیوادونه په افغانستان کې خپلې متضادې ګټې لري، یعني په افغانستان کې د سیمي او نړۍ هیوادونو د ګټو ترمنځ تضاد شتوالی لري. هر هیواد او هر جریان د خپلو سیالانو د کمزوري کولو په لټه کې دي چې له همدې جریانونو څخه تروریستي استفاده کوي او د خپلو سیالانو په وړاندې کاروي."

د بریالي نصرتي په نوم د سیاسي چارو یو بل کار پوه امریکا غږ ته وویل چې نه یوازې چین بلکې، د سیمي هیوادونو یو شمېر نور سفیران هم په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

ښاغلي نصرتي زیاته کړه چې چین هم په کابل کې پر خپل سفارت او دپلوماتانو د ورته بریدونو په اړه اندېښنه لري او له همدې امله چینايي چارواکي پر طالبانو فشار راوړي چې هغوی یې د سفارت او دپلوماتانو د امنیت ټینګولو په اړه هڅې وکړي.

د چین، روسیې، ایران، اوزبیکستان، پاکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې ترڅنګ ځينو نورو هیوادونو پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته خپل سفارتونه بیرته په کابل کې خلاص کړي او همدرانګه د طالبانو حکومت هم خپل استازي دغه هیوادونو ته استولي دي.

تر دا مهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی، خو دغه او یو شمېر نور هیوادونه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو تر وتلو او د تیر افغان حکومت تر سقوط وروسته، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان سره دوستانه تعامل ته زړه ښه کړی دی.

XS
SM
MD
LG