د لاس رسي وړ اتصالات

د الظواهري وژنې ته د چین غبرګون: د ترهګرۍ سره مبارزې کې باید دوه ګونی معیار نه وي


https://www.pashtovoa.com/a/china-reaction-to-alaeda-leader-killing-in-afghanistan/6686506.html?withmediaplayer=1
https://www.pashtovoa.com/a/china-reaction-to-alaeda-leader-killing-in-afghanistan/6686506.html?withmediaplayer=1

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزات ویلي چې د تروریزم سره مبارزې کې باید دوه ګونی معیار او چلند نه وي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو د چهار شنبې په ورځ اګست دوهم (زمري ۱۲) د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې هوا چون یینګ له قوله ویلي دي چې باید "د ترهګرۍ د مخنیوي مبارزه کې دوه ګونی معیار" نه وي.

د چین سفیر د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې خبره خپره کړې ده چې " د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري باید د نورو هیوادونو د حاکمیت په زیان" نه وي.

طالبان وايي په کابل کې د ایمن الظواهري د اوسېدو او افغانستان ته یې له راتګ څخه خبر نه دي، خو دا برید یې غندلی او "د افغانستان په ملي حاکمیت یې تېری" بللی. امریکا وايي چې طالبانو د القاعدې مشر ته په ځای ورکولو سره د دوحې تړون مات کړی دی.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ایمن الظواهرې له خپلې کورنۍ سره کابل ته انتقال شو او د برید په مهال د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د خپل کور برنډې ته راوتلی و.

د ځینو نورو هېوادونو سعودي عربستان، کاناډا او استرالیا د هغه وژل ستایلي دي. ایمن الظواهري د القاعده ډلې مشر و، القاعده ډلې په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امریکا کې د الوتکو په بریدونو کې زرګونه کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG