د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ننګه وکړه


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې باید د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ او په افغانانو پورې مربوط وي.

چین د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاس لیک کیدو څخه ملاتړ اعلان کړ او د "واک د تشې او د ترهگرو د بیرته راتگ د مخنیوي" په خاطر یې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د "مسؤلانه او منظم" وتلو غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند چاو لیجیان، د دوشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ١٢) وویل د افغانستان د دولت سره د مستقیمو خبرو لپاره د طالبانو د مخالفت باوجود د سولې بهیر "د افغانانو په مشرتابه او په افغانانو پورې مربوط" وي.

چین په افغانستان د ثبات ټینگیدو ته لیوالتیا او د سخت دریځۍ نه اندیښنه لري، خو د چین زیاته خوشحالي پدې کې ده چې خپل اصلي سیال یعنی د امریکا متحده ایالات د سیمې نه د وتلو په حال کې ویني.

ښاغلي چاو وویل: "مونږ د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې هرکلی کوو او باور لرو چې دغه موضوع د افغانستان د مسلې د وروستي حل لپاره مثبت اهمیت لري".

دغه چینایي مقام زیاته کړه: "چین پدې باور دی چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه باید په منظم او مسولانه ډول ددې هیواد نه ووځي او دغه کار ددې سبب کیږي چې په افغانستان کې ثبات ټینگ شي، د امنیتي تشې مخه ونیول شي او د ترهگرو سازمانونو قوي کیدو ته زمینه پاتې نشي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو له پرځېدو وروسته د افغانستان د ټولو حکومتونو سره د چین دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل چین دې ته لیوال دی چې په افغانستان کې د سولې بهیر ته د اسانیتاو د رامنځ ته کوونکي، ملاتړي او میانځگړي په توگه پاته شي.

د امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ٢٩ د طالبانو سره د سولې موافقه لاس لیک کړه چې د امریکایي مقاماتو په وینا په افغانستان کې بین الافغاني مذاکراتو او ددې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG