د لاس رسي وړ اتصالات

چین د روژې په میاشت کې پر مسلمانانو محدودیتونه زیات کړي


د چین پایتخت بیجینګ په یو جومات کې مسلمانان له روژه ماتي وړاندې د قران په تلاوت بوخت دي.
د چین پایتخت بیجینګ په یو جومات کې مسلمانان له روژه ماتي وړاندې د قران په تلاوت بوخت دي.

په چین کې د روژې په میاشت کې پر مسلمانانو باندې تازه محدودیتونو د "هوی" په نوم د مسلمانو لږکیو ترمنځ بحثونه رامنځته کړي چې د ترکې ژبو ایغوریانو وروسته د چین ترټولو ستر مسلمان اقلیت دی.

د روژې له پیل یوه ورځ وروسته، د جنوب لويديځ يون نان ولايت د يوکسي سیمې ځايي ادارې د یوې بیړنۍ اعلامیې له لارې چارواکو ته امر وکړ چې د کمونست ګوند مسلمان غړي او ماشومان د روژې نیولو او داسې نورو مذهبي فعالیتونو څخه منع کړي او په اړه یې تحقیقات وکړي.

که څه هم په اعلامیه کې راغلي چې روژه د اسلام له مذهبي رکنونو څخه ده، خو زیاتوي چې د سیاسي دسپلین د ساتلو لپاره، د کمونست ګوند غړي په مذهبي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نلري.

په اعلامیه کې د زده کړې او مذهب د جلا کولو پر اصولو ټینګار شوی او یادونه شوې چې ښوونځي او روزنیز بنسټونه ماشومانو ته په مذهبي فعالیتونو کې د ګډون لپاره د خدماتو له وړاندې کولو څخه منع دي او سرغړونکو اشخاصو او سازمانونو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د چین یو مسلمان تبعه چې تخلص یې "نا" دی او د امنیتي اندېښنو له امله یې خپل بشپړ نوم ونه ښود، امریکا غږ ته وویل: "ماشومان اوس په ښوونځیو کې د روژې نیولو اجازه نه لري، او یوکسي د دې غوښتنې عملي کول پیل کړي دي."

نا وويل: "دوه ورځې وړاندې تونګاى ته لاړم او له ځايي خلکو سره مې خبرې وکړې. جومات ندی پلټل شوی خو د ښوونځيو ماشومانو ته ويل شوي چې روژه ونه نيسي او که روژه ونیسي نو له سزا سره به مخامخ شي. هغوی ته همدارنګه ویل شوي چې څارنه وکړي چې د دوی په کورنیو کې څوک روژه نیسي."

د یوکسي په ابتدائیه عامه ښوونځيو کې، په پوښتنلیکونو کې له زده کونکو پوښتل شوي چې ایا په کورنۍ کې یې څوک روژه نیسي او یا لمونځ کوي.

په يون نان ولايت کې د کمونست ګوند يو مسلمان غړي، چې تخلص یې وانګ وښود، وويل، ځايي حکومت د روژې له پيل راهيسې فشار زیات کړی دى. هغه وویل چې د کمونست ګوند په وروستیو غونډو کې مشرانو ټینګار کړی چې د ګوند غړي باید لمونځ ونکړي.

د کورنیل پوهنتون د بشري علومو کارپوه روسلان یوسوپوف امریکا غږ ته وویل چې دا اعلامیه په چین کې مسلمانانو ته د ورکړل شویو پخوانیو خبرتیاوو سره تړلې ده او په ډاګه کوي چې د چین حکومت به په ټول هیواد کې پر مذهبي ازادۍ نور محدودیتونه وضع کړي.

هغه وويل: "د شي جينپينګ له دورې مخکې، روژې ته د توکميز دود په سترګه کتل کېدل او د يو څه ازادۍ اجازه ورکول کېده، حتی د کمونست ګوند د غړو او چارواکو په منځ کې هم ډېرو روژه نيوله. خو د شي جينپينګ په واکمنۍ کې دا يو مذهبي فعاليت ګڼل کېږي او په زياتېدونکي ډول محدود شوی دی چې دا د غیر رسمي اقداماتو له لارې په هېواد کې پر مذهبونو باندې د حکومت فشار او کنترول په ګوته کوي."

د استراليا په ملي پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو کارپوه محمد السديري انديښمن دی چې د دغه حکم پلي کول به د مسلمانانو پر ټولنې د زيات ظلم او د هغوی د ګوښه کولو لامل شي، ټولنيز تاوتريخوالی به زيات شي او د چين د ټولنې همغږۍ او ثبات ته به زيان ورسوي.

السدیري وویل: "اعلامیه ټینګار کوي چې د کمونست ګوند غړي باید خپل غیرمذهبي دریځ ټینګ وساتي او په مذهبي فعالیتونو کې له ګډون څخه په کلکه ډډه وکړي... دا په ډاګه کوي چې د چین حکومت هڅه کوي مذهبي مدیریت د سیاسي کنټرول په چوکاټ کې راولي او د مذاهبو سیاسي مدیریت پیاوړی کړي."

د یوکسي حکومت لخوا دا اقدام په چین کې پر مذهبي ازادۍ د بندیز یوازنۍ پېښه نده. د هینان ولایت په ژوکو، لوویانګ، ژومادیان، جیاوزو او نورو سیمو کې خبرتیاوې خپرې شوي چې ماشومان جوماتونو ته له ننوتلو منع دي. د ځینو جوماتونو پر دوازو داسې نښې لګول شوي چې ماشومان له ورتګ څخه منع کوي.

په ګانسو ولایت کې یو مسلمان حکومتي کارکونکي وویل چې جوماتونه په دې وروستیو کې محدود شوي او ورته امر شوی چې خپل یوازې نیمایي زده کونکي وساتي او پاتې نور رخصت کړي.

دغه کارکوونکي وویل: "دا قانون چې د کمونست ګوند غړو ته د لمانځه لپاره جوماتونو ته د تللو اجازه نه ورکول کیږي له ډیرو کلونو راهیسې موجود دی... د ګانسو ولایت داسې خبرتیاوې ندي خپرې کړي چې د کمونست ګوند غړي د روژې له نیولو منع کوي خو برعکس په شينجيانګ کې د روژې په مياشت کې د غرمې ډوډۍ ورکول کيږي تر څو مسلمانان تر څارنې لاندې روژه وخوري."

په تېر نومبر کې د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړ چې په شينجيانګ کې د اويغور او نورو ترکي مسلمانانو د دوه پر درېيمې برخې جوماتونو له زيانمنېدو او له منځه تللو وروسته، چينايي چارواکو د نينګ شيا او ګانسو په ولايتونو کې هم د جوماتونو شمېر د پام وړ کم کړی دی، چیرې چې د هوی مسلمانان اوسیږي.

د يون نان ولايت د يوکسي ښار د توکميزو او مذهبي چارو د ادارې د توکميزې څانګې مشر اي يودونګ امریکا غږ ته وويل چې د دې اعلامیې اصلي موخه دا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې مذهبي فعاليتونه په قانوني چوکاټ کې ترسره کيږي او په ټولنيزو چارو، ثبات او تعلیمي نظم اغيزه نه کوي.

اي وویل: "د دې اعلامیې هدف د کمونست ګوند د غړو او ماشومانو سیاسي نظم ساتل، د مذهبي چارو په اړه د ملي پالیسۍ او مقرراتو په کلکه پلي کول، او ډاډ ترلاسه کول دي چې مذهبي فعالیتونه په قانوني چوکاټ کې ترسره کیږي او پر ټولنیز ثبات او تعلیمي نظم اغیزه نه کوي."

هغه وویل، روژه د یو اسلامي مذهبي فعالیت په توګه، د مذهبي عقیدې د ازادۍ په چوکاټ کې راځي، خو په عامه ځایونو کې باید سیاسي بې طرفي وساتل شي او کوچنیان باید په مذهبي فعالیتونو کې د ګډون لپاره اړ نه کړل شي.

دغه چارواکي وویل چې د دې سند هدف د کمونست ګوند غړو او کم عمره ماشومانو د ښوونې او روزنې پیاوړتیا، د ماشومانو د مشروع حقونو او ګټو خوندي کول او د مذهبي افراطیت د منفي اغیزو یا نفوذ مخه نیول دي.

امریکا غږ د تبصرې لپاره د یون نان ولایت له اسلامي ټولنې سره اړیکه ونیوله خو ددغې ټولنې یو کارکوونکي ورته وویل چې د دا ډول یوې اعلامیې د خپرېدو په اړه معلومات نلري. امریکا غږ د یوکسي ښار د اسلامي ټولنې د نظر اخیستلو دپاره د تماس نیولو هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG