د لاس رسي وړ اتصالات

د پارک سېنما نړولو ته غبرګونونه


د پارک سینما د کابل ښار په شهر نو پارک کې ده چې اویا کاله مخکې جوړه شوې ده
د پارک سینما د کابل ښار په شهر نو پارک کې ده چې اویا کاله مخکې جوړه شوې ده

له دې وروسته چې د افغانستان حکومت کابل کې د پارک سېنما د نړولو خبر ورکړ یو شمېر هنرمندانو او فرهنګیانو د یادې تاریخي ودانۍ د نړولو پر ضد غبرګونونه ښودلي دي.

نامتو سندرغاړي فرهاد دریا پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د پارک سېنما نړول د بودا مجسمې نړولو سره پرتله کړی دی.

ښاغلي دریا زیاته کړې: "زما په اند د پارک سېنما نړولو عمل د بودا مجسمې نړولو سره توپیر نه لري. موږ غواړو چې دغه ودانۍ د نړولو پر ځای له سره ورغول شي."

ښاغلي دریا زیاته کړې د دارالامان ماڼۍ بیا ورغول شوه، د پخوا په شان خپل شان لري نو یوه سېنما هم همداسې کیدای شي.

فلم جوړوونکی فضل حکیم هم په یو ویډیويي پیغام کې د پارک سېنما نړولو په اړه غبرګون ښودلی.

ښاغلي حکیم ویلي: "د پارک سېنما زموږ کور دی تاسو څنګه زموږ کور ورانوئ. دغه ودانۍ باید د نړولو پر ځای ورغول شي."

د فرهنګي او سیاسي چارو فعال بشیر احمد بیژن د حکومت دغه اقدام په اړه وايي د نورو هېوادو په شان باید تاریخي ودانۍ ورغول شي او د نړولو مخه یې ونیول شي.

هغه نن دوشنبه نومبر ۹ (لړم ۱۹) امریکا غږ ته وویل: "موږ د سېنما پارک نړول نه غواړو. د پارک نړول به د حکومت یو استبدادي عمل وي ځکه د ښاریانو غوښتنې په نظر کې نه نیول کیږي."

ښاغلی بیژن وايي د پارک سېنما د کابل د فرهنګي هویت یوه برخه ده او د نړۍ نورو هېوادو په شان باید حکومت د یادې ودانۍ د رغولو چارې پیل کړي.

افغان فلم هم له حکومت نه د یاد اقدام د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

له دې سره سره د ټولنیزو رسینو ګڼو کاروونکو غوښتلي چې دغه تاریخي ودانۍ باید پر خپل اصلي بڼې ورغول شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح تېره اونۍ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې ویلي و چې د پارک سېنما ودانۍ نړول کیږي.

ښاغلي صالح د خیرخانې سینما په اړه هم ورته پرېکړه کړې وه.

د پارک سېنما د کابل ښار په شهر نو پارک کې ده چې اویا کاله مخکې د وخت د حکومت له خوا جوړه شوې ده.

د دغې تاریخي ودانۍ د نړولو چارې دوه ورځې مخکې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوي او له دننه یې مهم توکي ویستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG