د لاس رسي وړ اتصالات

افغان فلم: حکومت دې د کابل ښار تاریخي سینماګانې نه نړوي


د پارک تاریخي سینما اویا کاله دمخه د وخت حکومت له خوا جوړه شوې ده.
د پارک تاریخي سینما اویا کاله دمخه د وخت حکومت له خوا جوړه شوې ده.

د افغان فلم اداره د افغانستان حکومت نه غواړي چې کابل ښار کې تاریخي سینماګانې ونه نړوي.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تېره اونۍ له کابل ښاروال نه وغوښتل چې د پارک سینما او د خیرخانې سینما ونړوي یا یې هم په عصري بڼه فعالې کړي.

ښاغلي امرالله صالح پر خپلې فیسبوک پانې کې ویلي: "د کابل ښاروالۍ نه وغوښتل شول چې د شهر نو د پارک سینما یا ونړول شي او سیمه یې پارک ته ورکړل شي یا په عصري ډول فعاله شي او یا هم د سوداګرو په شراکت یو فرهنګي مرکز ته بدله شي."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي دوی د افغانستان د کورنیو جګړو نه مخکې خاطرې یې یادو سینماګانو سره تړلي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي دوی د افغانستان د کورنیو جګړو نه مخکې خاطرې یې یادو سینماګانو سره تړلي دي.

ښاغلي صالح د خیرخانې سینما په اړه هم ورته پرېکړه کړې ده.

له بلې خوا د افغان فلم مشره صحرا کریمي نن شنبه نومبر اوومه(لړم۱۷)امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې سینماګانې د یو ښار د فرهنګ ښوونه کوي او د نړولو پر ځای باید ورغول شي.

اغلې کریمي وویل: "د سینماګانو نړول به یوه تېروتنه وي. ځینې تاریخي ځایونه باید پر خپلې اصلي بڼې پاتې شي. موږ کولی شو اوسنی وضعیت ته یې تغییر ورکړو او نور یې هم ورغوو."

اغلې کریمي زیاته کړه چې حکومت باید د افغان فلم له ادارې نه وغواړي چې د سینماګانو په اړه کومې کړنلارې لري.

د پارک تاریخي سینما د کابل ښار د شهر نو په پارک کې ده چې اویا کاله دمخه د وخت حکومت له خوا جوړه شوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم امریکا غږ ته ویلي دوی د افغانستان د کورنیو جګړو مخکې خاطرې یادو سینماګانو سره تړل شوي او نړول به یې د دوی یادونه هم ونړوي.

XS
SM
MD
LG