د لاس رسي وړ اتصالات

میسي د پاریس سینټ ژرمن لوبډلې سره مخه ښه کوي


لیونل میسي
لیونل میسي

د پاریس سینټ ژرمن (پي اس جي) فوټبال کلب، مشر روزونکي کریسټوف ګالټیه نن پنجشنبې د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې لیونل میسي به د سږکال دوبي کې له دغه فرانسوي‌ لوبډلې سره مخه ښه وکړي او په دې توګه به ددې اونۍ په پای کې د دې کلب لپاره خپله وروستۍ لوبه تر سره کړي.

د نوموړي په وینا، د پاریس سینټ ژرمن له لوبډلې سره د تړون د نیټې تر پای ته رسیدو مخکې، دا به وروستی ځل وي چې د ارجنټاین دغه وتلی ستوری د روان جون میاشتې پر دریمه نېټه د پی اس جي لوبډلې په جامو کې د کلرمون فوټبال لوبډلې په وړاندې لوبه وکړي.

د کلرمون فوټبال لوبډله د پاریس سینټ ژرمن لوبډلې څخه د څلورو نمرو په توپیر سره د فرانسې د لیګ په سر کې ځای خپل کړی دی.

د پي اس جي فوټبال کلب مشر روزونکي زیاته کړه، دا زما لپاره د ویاړ ځای و چې د فوټبال په تاریخ کې د مسي په شان یو غوره لوبغاړي روزونکي پاتې شوم.

په ورته وخت کې داسې ګونګوسې هم شته چې د ښاغلي میسي راتلونکی مزل به ښايي سعودي عربستان، د امریکا انټر میامي یا د هغه پخوانی لوبډله بارسلونا وي.

د اسوشیټیډ پرس د خبر په حواله، د پی اس جي فوټبال کلب څخه د میسي تلل د هغه دوه کلنې دورې پای دی چې موخه یې د اروپا د اتلولۍ لیګ ګټل وو. میسي دوه ځله د پی اس جي سره د فرانسې لیګ اتلولي وګټله. هغه په دغه دواړو فصلونو کې، په تیره بیا په دویم فصل کې وتوانید چې په ۳۱ لوبو کې ۱۶ ګولونه ووهي او د ګول ۱۶ پاسونه ورکړي.

د ارجنټاین د فوټبال دغه وتلی ستوری چې تر دې دمه یې د سرو زرو اووه توپونه ګټلې دي، د فرانسې د لیګ په لومړي فصل کې ډیر و نه ځلید او یوازې شپږ ګولونه یې ووهل، خو د دغه لیګ په دوهم فصل کې چې ښه لاسته راوړنه یې لرله، اوس غواړي‌ چې د پاریس سره مخه ښه وکړي.‌

د یادونې وړ ده چې د پاریس سینټ ژرمن فوټبال کلب سره د میسي دوه کلن سفر له ناندریو او جنجالونو سره مل وو. تیره میاشت، یاد کلب هغه سعودي عربستان ته د غیر رسمي سفر له امله په لوبو کې له ګډون څخه محروم کړ.

د ارجنټاین د فوټبال د ملي لوبډلې دغه ۳۵ کلن نوموتي لوبغاړي تیره میاشت،‌ د کال د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او لوبډله یې د کال غوره لوبډله وټاکل شوه.

همدا راز د ارجینټاین لوبډلې تیر کال په قطر کې د فوټبال نړیوالو سیالیو په پای لوبې کې د فرانسې لوبډلې ماتې ورکړه او د نړیوال جام یې وګاټه.

XS
SM
MD
LG