د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک د کډوالو شورا: د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پرته کار نشو کولی 


د ډنمارک د کډوالو شورا د سه شنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) وویل چې دا بنسټ توانیدلی آن واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هم په افغانستان کې خپلې ښځینه افغانې کارکوونکي‌ وساتي.

ددغې غیر دولتي بنسټ لویې رئیسې شارلیټ سلینټ اسوشیټد پرس ته ویلي دي چې دا بنسټ د خپلو ښځینه کارکوونکو پرته نشي کولی د هغه هیواد نیمایي نفوس ته لاسرسی ولري.

میرمن سلینټ چې کابل ته د سفر په مهال خبري کولې وویل دغه مرستندویه بنسټ څه باندې یو میلیون افغانانو ته مرستې رسوي او هغوی په خپلو لاسته راوړنو ویاړي.

میرمن سلینټ زیاته کړه: "موږ د اګست میاشتې راهیسې په اصولي شکل کار کوو چې ډاډمن شو زموږ ښځینه کارکوونکي کار کولای شي او کار ته تللای شي."

ددغه مرستندویه بنسټ مشرې وویل چې په خپل ټیم کې له افغان ښځینه کارکوونکو پرته نشي کولی افغان میرمنو ته لاسرسی ولري.

میرمن سلينټ چې په افغانستان کې د زیاتیدونکي بشري کړکیچ د ارزونې په موخه هغه هیواد ته تللې، د طالبانو له مشرانو سره هم کتلي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نړیوالې مرستې بندې شوې او د نوموړي هیواد ۸۰ سلنه بودیجه چې د نړیوالو مرستندویانو له خوا تمویل کیده هم وځنډیده.

د ملګرو ملتونو په وینا، اوسمهال د افغانستان کابو ۹۵ سلنه وګړي کافي خوراکي توکي نلري او د هغه هیواد اقتصاد هم د له منځه تلو په حال کې دی.

یاد سازمان وايي خلک یوازې کولی شي په هرو دوو اونیو کې له خپلو بانکي حسابونو څخه ۲۰۰ امریکایي ډالره وباسي.

د ډنمارک د کډوالو د شورا مشرې وویل هغې له طالب مشرانو سره په خبرو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو په تګ هم ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG