د لاس رسي وړ اتصالات

کولسترول؛ د زړه او رگونو دښمن یا حیاتي عنصر


د زیات شمیر خلکو په باور کولسترول یوه مضره ماده ده چې د رگونو د بندیدو سبب کیږي او د انسان روغتیا له گواښ سره مخامخ کوي، خو کولسترول چې د بدن په هر سلول کې پیدا کیږي، گټور او مضر ډولونه لري.

لوړ کثافت لیپوپروتین یا HDL د هورمونونو د تولید او په بدن کې د غوړو خواړو د هضم په څیر د مهمو فعالیتونو لپاره ډیر مهم او اړین گڼل کیږي.

ټیټ کثافت لیپوپروتین یا LDL د کولسترول بد او مضر ډول دی. په وینه کې د LDL کولسترولو زیاتیدل د وینې د رگونو د بندیدو سبب کیږي او جدي روغتیایي ستونزې لکه د زړه ناروغي، د رگونو بندیدو او د قلبي او مغزي سکتو سبب کیږي.

مشبوع غوړ چې په حیواني محصولاتو کې لکه هگۍ، شیدو، کوچو، پنیر او سرې غوښې کې زیات دي دLDLیا بدو کولسترولو اصلي منابع دي. نباتي محصولات لکه د زیتون غوړي، حبوبات، غله دانې، مغزیات او همداشان کب او د کب غوړ د HDL یا ښه کولسترولو منابع دي.

په بدن کې د ښه کولسترولو لوړیدل ددې سبب کیږي چې بد کولسترول د وینې نه ځیگر ته لاړ شي. ځیگر بد کولسترول ټوټه ټوټه کوي او پاتې شوني یې له بدن بهر د باندې ختموي.

د بدو کولسترولو کچه یا LDL باید په هر ١٠٠ سي سي وینه کې د ۱۲۹ میلی گرامو څخه زیات نشي. همداشان په هره ١٠٠ سي سي وینه کې د ٦٠ ملي گرامو څخه د زیات HDL شتون د بدن د سلامتۍ لپاره حتمي او اړین گڼل کیږي.

د وینې منظم ازمایش او د بدن د ښه او بدو کولسترولو په کچه پوهیدل هر شخص مهم دي، ځکه د وینې لوړ کولسترول تر هغه چې د جدي او گواښوونکو مشکلاتو سبب شوي نه وي په کلي توگه نښې نښانې نه څرگندوي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې د بدن د سلامتیا د ضمانت لپاره په ځانگړې توگه د زړه او رگونو د سلامتۍ لپاره باید په وینه کې د بدو کولسترولو کچه ټیټه وساتل شي.

د سالم او انډول غذایي رژیم لرل، د چاغۍ او اضافه وزن مخنیوی، ورزش او منظم بدني فعالیت او د سگرټو او الولو نه پرهیز کول په بدن کې د کولسترولو د تنظیم ډیرې ښه او گټورې لارې چارې گڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG