د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن د قران سوځولو وروسته د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي تیاری سخت کړی


د سویډن د پولیسو مشره شارلټ وان ایسن
د سویډن د پولیسو مشره شارلټ وان ایسن

د سویډن استخباراتي ادارې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وروسته له هغه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي اقدامات سخت کړل چې په دغه هېواد کې د قران د نسخو سوځولو ته د اسلامي نړۍ له قهرجنو غبرګونونو وروسته سویډن د ترهګرۍ د بریدونو ممکنه "مهم هدف" وبلل شو.

د سویډن د پولیسو مشرې شارلټ وان ایسن خبریالانو ته وویل: "د دې پریکړې لامل په سویډن باندې د بریدونو په اړه د ګواښونو زیاتېدل دي، او ارزونه دا ده چې دا ګواښ به د اوږدې مودې لپاره پاتې وي. "

وان ایسن ټینګار وکړ چې د ګواښ په وړاندې د تیاري د کچې د لوړولو پریکړه د "یوې ځانګړې پیښې" پر بنسټ نه وه، بلکې د یوې "پراخې ارزونې" پایله وه.

د ګاونډي ډنمارک په څېر په سویډن کې هم په دې وروستیو میاشتو کې مظاهره کوونکو د قران نسخې سوځولي چې په اسلامي هیوادونو کې یې قهر او غبرګونونه پارولي دي.

عراقي مظاهره چیانو د جولای په میاشت کې په پایتخت بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او د سفارت ودانۍ ته یې اور ورته کړل.

د سعودي عربستان په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان هم د سویډن او ډنمارک له خوا د قران د سوځولو د پیښو د مخنیوي نه کولو له امله "مایوسی" ښودلې ده.

د فرانس پرس د خبر په اساس، تیره اونۍ د لبنان په پایتخت بیروت کې د سویډن پر سفارت لاسی بم غورځول شوی و که څه هم نه و چاودلی، او د دې اونۍ په سر کې القاعدې د سویډن په خلاف د بریدونو غږ وکړ.

لاریونونه د دې لامل شول چې سویډن د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې د پولو کنټرول پیاوړی کړي.

د لویدیځ ډیرو هیوادونو پدې وروستیو کې خپلو اتباعو ته سویډن ته د سفر پر وخت د احتیاط کولو مشوره ورکړې ده.

متحده ایالاتو د جولای په ۲۶مه له خپلو اتباعو وغوښتل چې "په سویډن کې د تروریزم د ګواښ له امله ډیر احتیاط وکړي."

د یکشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل: "ترهګر ډیر احتمال لري چې په سویډن کې د بریدونو هڅه وکړي... په سویډن کې چارواکو په بریالیتوب سره یو شمیر پلان شوي بریدونه شنډ کړي او یو شمیر کسان نیول شوي دي."

خو سویډني چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ایا کوم برید شنډ شوی او یا څوک نیول شوي دي.

د سویډن حکومت د قران سپکاوی غندلی خو د خلکو د بیان او راټولېدو د ازادۍ په اړه یې د خپلو قوانینو ننګه کړې ده.

حکومت ویلي په اعتراضي غونډو کې د مقدسو متنونو د سوځولو د مخنیوي قانوني لارې چارې لټوي، که څه هم په دغه هېواد کې اکثریت د داسې بدلون مخالف ښکاري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG