د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيکا مټا خان کې طالبانو د پولیسو پر پوستو برید کړی


افغان چارواکي وايي پولیسو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي
افغان چارواکي وايي پولیسو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي

په پکتيکا کې چارواکي وایي چې طالبانو په مټا خان ولسوالۍ کې د زرمت – ښرنې پر لاره پر تازه جوړو شويو امنيتي پوستو ډله ایز بریدونه کړي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي چې د تېرې شپې په بريد کې درې پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې پوليس او پنځه طالبان ټپيان شوي دي.

نوموړي امريکا غږ ته وويل چې پوليسو مقاومت کړی او د طالبانو بريد يې په شا تمبولی دی.​

خو ​د پکتيکا ځيني دولتي سرچينې وايي چې په دغه ډله ييز بريد کې لږ تر لږه پنځلس پوليس وژل شوي او نږدې شل ډېر ټپيان دي.

ددغه ولايت د عامې روغتيا رياست ځينې سرچينې تاييدوي چې د تېرې شپې د «غوايي پر ۲۲مه»په بريد کې ۳۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې باوري سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امريکاغږ ته وويل چې له ياد بريد څخه نن سهار د ښرنې ولايتي ملکي روغتون ته د ۱۵ پوليسو او د ۶ طالبانو مړي او ۱۹ نور پوليس په ټپي حالت ور وړل شوي.

سرچينې زياته کړه چې په وژل شويو پوليسو کې د پکتيا – پکتيکا ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د تازه جوړو شويو امنيتي پوستو یو قوماندان هم شامل دی.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي چې په ياد بريد کې يې تر ۱۵ ډېر ملي او سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

XS
SM
MD
LG