د لاس رسي وړ اتصالات

ریال مادرید ۲-۱ له بارسلونا لوبه وګټله


لوبه تېره شپه د کابل پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې د ریال مادرید په کوربتوب پیل شوه
لوبه تېره شپه د کابل پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې د ریال مادرید په کوربتوب پیل شوه

د اسپانیا د فوټبال غوره لیګ مخکښو لوبډلو ریال مادرید او بارسلونا تېره شپه د الکلسیکو په یوې جالبې لوبې کې سره سیالي وکړه چې ریال ۲ د ۱ ګول په مقابل کې لوبه وګټله.

لوبه تېره شپه د کابل پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې د ریال مادرید په کوربتوب پیل شوه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د ریال مادرید له خوا کریم بنزما او توني کروس دوه ګولونه ترسره کړل.

که څه هم د باران د ورښت له امله د لوبې پیچ لوند او ښوی شوی و خو د بارسلونا اوسکار میګویزا وکړای شول د خپلې لوبډلې په ګټه یو ګول ترسره کړي.

د اضافي وخت تر څنګ د لوبې وخت ختم شو او بریا د ریال مادرید په ګټه اعلان شوه.

دا لومړی الکلسیکو و چې د نندارچیانو پرته تر سه شو. د اسپانیا د فوټبال فدراسیون ویلي چې د کرونا ویروس د لا خورېدو له کبله یاده لوبه یوازې د رسینو له لارې مینه والو ته رسوي.

د اسپانیا د فوټبال غوره لیګ سږني لیست کې ریال لومړی او بارسلونا دریم ځای لري.

ال کلسیکو د اسپانیا د فوټبال ریال مادرید او بارسلو نا لوبې ته ویل کیږي چې د فوټبال نړۍ کې تر ټولو ډېر مینه وال لري.

افغانستان کې هم د دغې لوبې مخکې تېره ورځ په خواله رسنیو کې ګڼو مینه والو د لوبې پیلېدو مخکې غبرګونونه ښودلي دي.

له هغه ډلې افغان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا هم تېره ورځ شنبه اپرېل ۱۱ (وری۲۱) په خپلې فیسبوک پاڼې کې ویلي چې د بارسلونا مینه وال دی.

ښاغلي دریا زیاته کړې: "ریال مادرید او بارسلونا نن شپه نړۍ په دوه برخو ویشي. دغه ویشنه ښايي تر ټولو ښکلې ویشنه وي."

د الکلسیکو سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوې چې تر اوسه یې په لالیګا او نورو لیګونو کې په مجموعي ډول ۲۷۷ لوبې کړي دي.

په دې کې ۱۱۹ بارسلونا او ۱۰۰ لوبې ریال مادرید ګټلي دي او پاتې ۶۲ لوبې مساوي پای ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG