د لاس رسي وړ اتصالات

اکثریت میشته مسلمان هیوادونه د دموکراسۍ هڅولو او اقتصادي سوکالۍ لپاره د امریکا په هڅو شک لري


د یوې نوې سروې پایلې ښیي چې عراقیان او د ۱۲ اکثریت مسلمانو هیوادونو اوسیدونکي په سیمه کې د دموکراسۍ د هڅولو لپاره د امریکا هڅې جدي نه ګڼي او وایي امریکا اجازه نه ورکوي چې دغه هیوادونه په خپله خوښه خپله سیاسي راتلونکې وټاکي.

د ګلوپ څیړنیز انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کې د هرو څلورو عراقیانو څخه یو یې دا مني چې متحده ایالات په سیمه کې د دموکراټیکو نظامونو د رامینځته کولو په هڅولو کې جدي دي.

په افغانستان کې، په هغه هیواد کې چې د دموکراسۍ ترویج هم د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وه، په سلو کې ۱۴ کسان موافق دي چې امریکا په دې اړه جدي وه.

په فلسطیني ځمکو کې او همداشان په تونس او ایران کې، د لویانو ترټولو ټیټخ سلنه - په ۱۰ کسانو کې یو - له دې نظر سره موافق وو.

دا سروې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران، افغانستان، ترکیې، تونس، عراق، یمن، پاکستان، لیبیا، فلسطین، لبنان، اردن، کویټ او مراکش په هېوادونو کې ترسره شوې ده.

د سیاسي راتلونکې ټاکل

د ګلوپ د راپور له مخې، په دیارلسو مسلمانو هیوادونو کې لویان شکمن دي چې متحده ایالات به د دې هیوادونو خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل سیاسي راتلونکي وټاکي.

په څو اکثریت میشته مسلمان هېوادونو کې د ګالپ پخوانۍ څېړنو ښودلې چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې په نتیجه کې پدغو هېوادونو کې د پرمختګ نشتوالی د متحده ایالاتو په اړه د منفي طرز تفکر اصلي لامل دی.

د بېلګې په توګه، په مصر کې منفي نظرونه د عراق څخه د وتلو، له سعودي څخه د پوځي اډو لرې کول او د خپل حکومت په ټاکلو کې د مسلمانانو له حقونو څخه په ملاتړ اړوند دي او د هغوی په وینا که په دې برخه کې پرمختګ وشي، ښایي د دوی نظرونه هم مثبت لورې ته بدل شي.

دا ډول نظر په ۱۳ هیوادونو کې چې په ۲۰۲۲ کې سروې پکې شوې هم شتون درلود او ددې هیوادونو اکثر اوسیدونکي د دې نظر سره مخالف وو چې متحده ایالات به د دې سیمو خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل سیاسي راتلونکی وټاکي.

د دغې سروې له مخې د ترکیې، تونس او د فلسطین د سیمو یوازې اته سلنه اوسېدونکو ومنله چې امریکا د دغو هېوادونو د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې هېڅ ډول نفوذ نه لري.

د اقتصادي وضعیت ښه کیدل

په ټولو سروې شویو هیوادونو کې، خلک د دې نظر سره چې متحده ایالات په دغو سیمو کې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره جدي دي لږ موافق وو، او په ۱۱ هیوادونو کې اکثریت ورسره مخالف وو.

کویټ او اردن ددې سره په سلو کې ۳۶ او ۳۴ موافق وو چې متحده ایالات د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره په خپلو هڅو کې جدي دي.

ایرانیان او ترکان ډیره کمه سلنه - اته او ۱۲ سلنه – موافق وو چې متحده ایالات په سیمه کې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مخلص دي.

د دموکراسۍ په ودې باندې د متحده ایالاتو د ټینګار سره سره، ددغو ۱۳ اکثریت میشته مسلمانو هیوادونو ډیر کم شمیر اتباعو متحده ایالات په سیمه کې د دموکراسۍ ملاتړ کولو یا د دوی د سیاسي راتلونکي د جوړولو لپاره د دوی ځواکمنولو ته ژمن بللي دي.

XS
SM
MD
LG