د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې سفیر: د افغانستان د انتخاباتو روان بهیر د منلو وړ ندی


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پیري میاودون، د افغانستان د پارلماني انتخاباتو پر روانې پروسې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پدې هکله روانې هڅې نیمگړې دي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د ظرفیتونو کمزورتیا ته گوته نیولې او ویلي یې دي چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې تش بستونه او انتخاباتو ته د خلکو کم لاسرسی هغه څه دي چې دغه بهیر له ننګونو سره مخامخ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پیري میاودون د پنجشنبې په ورځ (می ٢۴) د ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي چې دا بهیر په سم مسیر ندی روان او ډیرو هڅو ته اړتیا ده.

ښاغلي میاودون وایي "د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کمزوري ګډون یو مهم لامل نا امني بیانېږي، نا امني یوه ستونزه ده، خو نور داسې ډېر فکټورونه دي چې باید حل شي."

د اروپایي ټولنې استازي ویلي دي چې اروپايي ټولنه په مالي او تخنیکي برخه کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره مرسته او لازم ملاتړ یې کوي.

یو شمیر ټولنیزو بنسټونو، سیاسي گوندونو او جریانونو او د ملي شورا یو شمیر غړو هم دمخه تر دې د انتخاباتو په څرنگوالي اندیښنې ښودلې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د میزان د میاشتې ۲۸مه نېټه د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره ټاکلې ده چې نوم لیکنه ورته روانه ده، خو په پروسه کې د خلکو د کم گډون په اړه زیاتې اندیښنې موجودې دي.

له بلې خوا د انتخاباتو د کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د ازادي راډيو ته ویلي چې خلکو د ګډون په اړه اندېښنې اوس په راکمېدو دي. هغه وایي "په لومړي، دوهم او بیا درېیم پړاو کې به له ۷۳۰۰ نه ډېر مرکزونه ولرو، له دې ډلې به زموږ د امنیتي بنسټونو د راپورونو له مخې ۹۴۸ مرکزونه د ناامنیو په وجه تړلي وي."

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ «فیفا» اجرائيوي رئیس یوسف رشید هم ازادي راډيو ته ویلي چې دا ټولې ستونزې د سراسري او شفافو انتخاباتو پر وړاندې د پیاوړې ارادې نه‌موجودیت په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG