د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تاوتريخوالی او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي ـ اروپايي ټولنه


اروپايي ټولنه: د طالبانو له تاوتريخوالي ډکې او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي
اروپايي ټولنه: د طالبانو له تاوتريخوالي ډکې او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي

اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د دغه ټولنې د غړو هیوادونو سیاسي استازوالیو وسله وال طالبان په دغه هیواد کې د اکثرو هدفي بریدونو مسؤل ګڼلي او د یادو بریدنو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ ( سلواغې ۱۲) په یوې اعلامیې کې هدفي بریدونه، اختطافونه او د زیربناو ورانول غندلي او زیاته کړې ده چې د وسله والو طالبانو یاد بریدونه د حکومتي بنسټونو د کمزوري کېدو لامل کیږي.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: " طالبان د دا ډول هدفي تاوتريخوالو د ډيرو پیښو مسوولیت پر غاړه لري، او د دوی بريدونه دولتي ادارې کمزوري کوي او د يو نا امنه چاپېريال له رامنځته کېدو سره مرسته کوي، چې په هغه کې تروريستي او جنايتکارې ډلې کولی شي، په آزاده توګه فعالیت وکړي."

اروپايي ټولنې وسله والو طالبانو ته ګواښ کړی چې هغوی (طالبان) باید پوه شي چې د تاوتریخوالي دوام او ورانوونکې کړنې یې نړۍ په غوسه کوي. په اعلامیه کې راغلي چې په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره باید تاوتریخوالي پای ته ورسیږي.

اروپايي ټولنې د هدفي بریدونو ترڅنګ د زیربناو او عام المنفعه تاسیساتو پر ورانولو باندې هم اندېښنه ښودلې او هغه یې غندلي دي.

یادې ټولنې له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې د زیربناو او نورو حیاتي پروژو په نه ورانولو سره په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره خپله ژمنتیا وښيي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ تمه لرو، چې طالبان تاوتريخوالي، د حیاتي زېربناوو ويجاړولو ته د پای ټکي په اېښودلو او سولې ته په ژمنتیا سره، د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه، له افغانستان خلکو څخه خپل ملاتړ وښیي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت هم وسله وال طالبان د تاوتریخوالي په زیاتېدو او هدفي بریدونو په تر سره کېدو تورن کړي، خو طالبانو ویلي چې په هدفي بریدونو کې دوی لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG