د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: امریکا باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، چې د متحده ایالاتو حکومت باید "اوس یا هم وروسته "د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلي خان د شنبې په ورځ د اکټوبر ۲ ( تلې ۱۰) د ترکیې په حکومت پورې مربوطې تلویزیوني شبکې ( ټي آرټي) سره په مرکه کې وویل چې امریکا په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط وروسته د "حیرانتیا او سربدالۍ" په حالت کې ده.

کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا دی د طالبانو ملاتړی دی که نه، هغه وویل چې د جنګ له لارې د مسائلو د حل کولو مخالف دی او د افغانستان د معضلې د حل یواځنۍ لار له سوله ایزې حل لارې ګټه اخیستل دي.

عمران خان وویل:" په یواځې سر د پاکستان له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل، دومره زیات توپیر نشي رامنځته کولی. که چیرې امریکا، اروپا، چین، روسیه، ګاونډي هیوادونه او ټول هغه هیوادونه چې په افغانستان کې له ګډوډۍ ډیر زیانمن کیږي که ټول سره یوځای شي او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په هکله یوه ګډه پالیسي جوړه کړي، فکر کوم چې یواځې د پاکستان له خوا د په رسمیت پېژندو په پرتله به یې تاثیر ډیر وي."

د پاکستان صدراعظم ټینګار وکړ که د امریکا متحده ایالات د افغانستان د پیسو زیرمې له کنګل حالت څخه راونه باسي، دغه هیواد به له یوه هرج او مرج سره مخ شي او امریکا باید په دې برخه کې د حل یوه لاره وړاندې کړي.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په اسلام آباد باندې په تیرو شلو کلونو کې طالبانو ته د پناه ورکولو او د دغې ډلې د ملاتړ تور لګول کېده؛ خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړیدي.

د طالبانو حاکمیت تر اوسه د نړۍ د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او تقریباً ټولو هیوادونو ویلي دې ته انتظار دي چې دوی د ښځو ، نجونو او اقلیتونو دحقونو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل کوي که نه. طالبانو د اګست په میاشت کابل او د پنجشیر له ولایت پرته ټول افغانستان ونیوه او د سپټمبر په میاشت کې یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د پنجشیر له نیولو وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG