د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني له یوې کلیسا څخه د مسیحیانو د پخواني مشر صلیب غلا شوی

په جرمني کې له یوې کلیسا څخه د مسیحیانو د پخواني مشر پاپ بینیډیکټ شپاړسم صلیب غلا شوی دی.

دا صلیب د جرمني د باویریا ایالت د ټرانسټین ښار په یوې کلیسا کې پر دیوال ځوړند و. دغلته بینیډیکټ شپاړسم د خپلې ځوانۍ کلونه تیر کړي وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، غلو د دوشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۲۹) کلیسا ماته کړې او د پخواني پاپ له خوا دغې کلیسا ته ډالۍ شوی صلیب یې له ځانه سره وړی دی.

د باویریا پولیسو په یوه بیان کې وویل: "د کاتولیک کلیسا لپاره دا سپیڅلې وسیله بې ساری ارزښت لري."

پولیسو وویل چې غلو په کلیسا کې د یوې مجلې د پلورلو صندوق هم مات کړی او پکې پرتې پیسې یې وړي دي.

پولیسو له عامو خلکو غوښتي چې که د دوشنبې په ورځ یې د کلیسا پر شاوخوا شکمن فعالیت لیدلی وي، مسئولینو ته راپور ورکړي.

بینیډیکټ شپاړسم په تیرو شپږو پیړیو کې د مسیحیانو لومړنی مشر و چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او تېر دسمبر له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG