د لاس رسي وړ اتصالات

خوست او غزني کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۵ افغان نظامیان وژل شوي


ANA ANSF Black hawk
ANA ANSF Black hawk

په خوست او غزني ولایتونو کې سیمه‌ییزو چارواکو تائید کړې چې د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې افغان نظامیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ کلي کې طالبانو پراخ بریدونه وکړل، خو سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په رسېدلو سره د دغې ډلې بریدونه په شا تمبول شوي دي.

ښاغلي سیرت وویل چې په دغو نښتو کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي او زیاته یې کړه چې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

خو د غزني د ولایتي روغتون رئیس باز محمد همت امریکا غږ ته وویل چې له ده یک ولسوالۍ څخه د افغان نظامیانو ۱۱ جسدونه او درې ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د غزني د پولیسو ویاند دغه راز وویل چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو دوه موټربم هدف ته له رسېدو مخکې الوځولي دي.

د سیرت په وینا طالبانو غوښتل چې په دغو موټربم د نظرخان پر نظامي مرکز او یوې پوستې برید وکړي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه په خوست ولایت کې د‌ وسله والو طالبانو په يوه برید کې د‌ ملي اردو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې په ياد برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې وايي چې دغه برید د خوست ولايت صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو سيمې د ملي اردو پر امنيتي پوستې شوی دی.

په دې ولایت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې شايسته لوا مطبوعاتي دفتر يواځې برید تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

وسله والو طالبانو د دغه بربد مسؤلیت پرغاړه اخیستی او د اتو تنو سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG