د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل په یو هوټل کې د اور لګېدو په پيښه کې لږ تر لږ ۱۰ کسان وژل شوي


د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسؤلینو په دغه هوټل کې چې د برازیل په جنوبي ښار پورتو الګري کې موقعیت لري، د لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی. 
د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسؤلینو په دغه هوټل کې چې د برازیل په جنوبي ښار پورتو الګري کې موقعیت لري، د لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی. 

د برازیل د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسؤلینو د جمعې په ورځ، اپریل ۲۶ (غوايي اوومه)‌ وویل چې ددغه هېواد په جنوب کې په یو غیر فعال هوټل کې د اور لګیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.

د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسؤلینو په وینا، په دغه هوټل کې چې د برازیل په جنوبي ښار "پورتو الګري" کې موقعیت لري، یو شمېر بې کوره کسانو پناه اخیستې وه.

د دغه سیمې ښاروال سباستیایو میلو په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د پيښې څو ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو نوموړي د قربانیانو د کره شمېر په اړه یې څه نه دی ویلي. په ورته وخت کې، سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د اور لګېدو پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د مسؤلینو په وینا، پیښه په ځايي وخت د شپې دوه نیمې بجې رامنځته شوه او اور وژونکي وتوانېدل چې تر درې ساعته وروسته اور مړ کړي.

د پورتو الګري سیمې د اور وژنې ریاست په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې روغتیايي مسؤلین د پېښې ځای ته ورغلي ترڅو د قربانیانو پېژندګلوی وکړي او همدارنګه د اور لګېدنې علت معلوم کړي.

د برازیل په جنوبي ښار پورتو الګري کې د اورلګیدو یاده پیښه، ددغه هېواد د "ریو ګرانډي دو سول" ایالت کې د اور لګیدو د یوې بلې پيښې څخه نږدې ۱۱ کاله وروسته رامنځته شوه. په هغه مرګونې پیښه کې چې په "یو نایټ کلب" کې رامنځته شوه، ۲۴۲ کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG