د لاس رسي وړ اتصالات

د کجکي بند د اوبو سطحه په لوړیدو ده


د هلمند د کجکي بند
د هلمند د کجکي بند

د کجکي‌ بند چې د هلمند سيند پر سر په ۱۳۵۲ لمريز کال کې جوړ شوی د هلمند ولایت په اقتصاد او کرهڼه کې رغنده رول لري.

د کجکي بند د ۷۰ مترو په ارتفاع اوبه ذخيره کوي او يوې امريکايي کمپنۍ جوړ کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروی د ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې په بند کې د خړې د کښيناستو له امله ۷ فيصده د اوبو ظرفيت کم شوی و.

د کجکي بند کاسه
د کجکي بند کاسه

د کجکي بند د جوړېدو څخه ۶۵ کاله تريږي، له هغې راهیسې حکومت ندی توانيدلی چې په بند کې د کلونو سيلابونو رسوبات له منځه يوسي. مسؤلين وايي چې په بند کې خړو ددې بند د ذخېرې کچه کمه کړې ده او د له منځه وړلو دپاره یې يواځنۍ لار د بند لوړول دي چې تر ډيره به د اوبو او بريښنا ستونزې حل کړي.

په عادي ډول د کجکي بند د اوبو لوړوالی تر ۷۰ مترو پورې رسيږي، خو تیر کال د یوې خوا د کجکي د بند د اوبو سطحه د هلمند سیند د اوبو د کموالي له کبله تر ۴۴ مترو راټيټه شوه او له بلې خوا ولايتي ادارې تر اړتيا زياتي اوبه د کښتونو د خړوبولو لپاره خوشي کړې.

د کجکي بند ساحه
د کجکي بند ساحه

د تيرو دوو کلونو راهيسي د هلمند سيند د اوبو د ناسم مديريت له امله هلمند او کندهار د بريښنا څخه بې برخې شوی او د هلمند زراعتي‌ ځمکې د وچکالی له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

د هلمند د حوزې رئيس انجينر غلام يحيی څرګند امريکا غږ ته وويل چې د هيواد په مرکزي برخو کې پرله پسې ورښتونو له امله د کجکې بند د اوبو سطحه ۶۳ متره لوړه شوې ده او لا هم مخ په لوړیدو ده. د هغه په وینا په اوسط ډول هره ورځ د اوبو سطحه تر ۲۵ سانتي مترو پورې لوړيږي.

ښاغلي څرګند وويل چې د هلمند سيند د اوبو د تنظيم لپاره یې د روان لمريز کال په نهمه مياشت د کجکي بند د اوبو رسونې او بريښنا توليد توربينونه تړلي‌ چې بند په کافي اندازه اوبه ذخيره کړي. د هغه په وینا يوازې ۲۵ متره مکعبه اوبه په ثانيه کې د يو توربين د فعاله ساتلو دپاره د بند نه وځي.

په هلمند کې تیر کال د وچکالی له امله ۴۵ زره کورنۍ زيانمني‌ شوي دي چې اکثريت یې کروندګر وو. د اوبو او انرژی وزارت د اوبو د سرچينو رياست د موندنو په اساس د هلمند په حوزه کې سږکال د اورښت کچه د تير کال په پرتله درې برابره زياته شوې او دا چې سږ کال د هيواد په اکثرو برخو کې زياتې واورې او اورښتونه شوي خلک یې هيله مند کړي دي.

څیړنو ښودلې چې د هلمند د سيند حوزې وچکالي په هرو پنځو یا شپږو کلونو کې یو وار دوران کوي. تمه وه چې د روانې کب مياشتې پر لومړی د بريښنا د توليد فابريکې درې توربينونه فعاله شي چې هلمند او کندهار ته بريښنا ورکړي، خو ولايتي اداره وايي چې د اوبو د پارچاويدو په صورت کې به د بريښنا فابريکه فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG