د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان او مېرمن یې د غبن په قضیه کې محکمې ته حاضریږي


ټاکل شوې د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان او میرمن یې بشرا بېګم نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۳ (جوزا دوهم) د مالي غبن په یوه قضیه کې د احتساب د ملي ادارې 'نیب 'محکمې ته حاضر شي.

د احتساب ملي ادارې 'نېب' محکمې ته د حاضریدو دمخه تیره شپه عمران خان د ټویټر سپیس له لارې په څرګندونو کې اندېښنه وښودله، چې کیدای شي ددغه پرخلاف د القادر ټرسټ په نوم په جوړه شوې دوسیه کې دی او مېرمن یې ونیول شي. خو عمران خان په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې که ونیول شي نو دوی باید د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو څخه ډډه وکړي او په سوله ییز ډول احتجاج وکړي.

عمران خان د روانې میاشتې په نهم هم د القادر ټرسټ د مالي غبن قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې ته د حاضریدلو پر مهال د احتساب د ملي ادارې ' نیب' له خوا نیول شوی و، چې د نیولو وروسته د تحریک انصاف د ګوند پلویانو د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تاوتریخوالي ډګ لاریونونه وکړل.

ددغو لاریونونو په ترڅ کې ځینو دولتي تاسیساتو ته زیانونه ورسیدل او لږ ترلږه نهه تنه په کې ووژل شو.

د پاکستان حکومت ددغو احتجاجونو په ترڅ کې ګډودي او دولتي تاسیساتو ته د مالي زیان د رسیدلو پړه پر عمران خان او د هغه په ګوند اچوي، خو عمران ادعا کوي، چې دا ګډودی د هغه د ګوند د بدنامه کولو لپاره پخپله د پاکستان د حکومتي ادارو له خوا رامنځ ته شوی و.

عمران وايي، چې پاکستان حکومت غواړي، چې تحریک انصاف ګوند د یو تروریستي ګوند په توګه معرفي کړي او په فعالیت یې بندیز ولګوي.

عمران خان د دوشنبې په شپه مۍ ۲۲ (جوزا اول) د ټویټر په سپېس کې وویل، چې هیڅ غبن یې نه دی کړی خو حکومت د انتخاباتو نه په ویره کې دی او غواړي، چې دی ونیسي، هیواد کې ګډودی جوړ شي اود انتخاباتو مخه ونیول شي.

عمران خان ادعا وکړه، چې که چېرې هیواد کې رڼې ټاکنې وشي نو د ده ګوند به یو ځل بیا واک ترلاسه کړي نو ځکه د ښاغلي خان په وینا حکومت د انتخاباتو څخه تښتي.

د القادر ټرست قضیه

په عمران خان باندې د پاکستان اوسني حکومت تور لګولی، چې کله هغه د پاکستان صدراعظم و، نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د ځمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره ځمکه ترلاسه کړې وه.

د القادر پوهنتون د القادر ټرسټ بنسټ د څارنې لاندې فعالیت کوي او عمران خان او د هغه میرمن د دغه بنسټ مسولیت په غاړه لري.

په دې اړه د عمران خان دریځ دا دی،چې دا ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض اهدا کړې وه، خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د اهدا یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده.

حکومت دعوه کوي، چې برتانیه کې کنګل شوي د ملک ریاض ۱۹۰ میلیونه پاونډ د بریتانیا حکومت د پاکستان حکومت ته سپارلي وو، خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض د هغو پیسو مربوط ګني، چې د پاکستان ستره محکمه یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی و.

حکومت ادعا کوي، چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان ته دا ځمکه د چندې په نوم ورکړې ده.

دوشنبې په شپه د ټویټر په سپېس کې عمران خان د دې قضیې سپیناوی هم وکړ، چې د بریتانیا لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سترې محکمې په حساب کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وو که داسې ونه کړي، نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره بریتانیا کې محکمې ته مراجعه کوي. او اوه یا اته کاله وخت ته به لګي چې په دغې قضیې پریکړه وشي او دا څرګنده نه وه، چې پاکستان به دا قضیه وګټي او که نه.

عمران خان وویل، چې د القادر ټرسټ څخه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي او که حکومت د سترې محکمې په پیسو کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سترې محکمې کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.

XS
SM
MD
LG