د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو د شورا ګډه بیانیه: نړۍ باید طالبانو سره د تعامل پر مهال بشري حقونو ته اهمیت ورکړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په ژنیو کې د افغانستان په دایمي استازولۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ددغه هیواد استازي نصیراحمد اندیشه دغې شورا غونډې ته ویلي چې هغه څه چې په افغانستان کې روان دي ممکن د جنسیت پر بنسټ په تبعیض باندې بدل شي.

ښاغلي اندیښه د جمعې په ورځ مارچ ۱۵( کب ۲۵) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې چې ددغې شورا د ۴۰ هیوادونو د استازو له خوا هم تائید شوې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو خراب بشري وضعیت د نړیوالې ټولنې ګډ او همغږي غبرګون ته اړتیا لري.

ښاغلي اندیشه وویل: " طالبانو د نورو ژمنو ترڅنګ بشري حقونو ته د درناوي په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. د هغوی د فرمانونو، کړنلارو، اعلامیو او د لارښوونو له امله ښځې او نجونې په دې نه دي توانیدلي چې د خپلو حقونو څخه کار واخلي".

همداشان نصیر احمد اندیشه وویل چې په پراخه بڼه دغو اقداماتو ته په کتو دا ممکن د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په اقداماتو کې لا زیاتوالی راولي.

ښاغلي اندیشه وویل: " د بنسټیز شوي سیستماتک ظلم رژیم او د دغه رژیم د تسلط د ساتلو په نیت د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د جنسیت پربنسټ د تبعیض په توګه یاد شوی دی".

هغه وویل چې دا حالت په بشپړ ډول د حساب ورکوونې د اړتیا غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ په څیر په ژنیو کې هم د افغانستان دایمي استازولۍ څوکۍ د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا چې ښاغلي اندیشه یې مشري کوي اداره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ۴۰ هیوادونو د استازو په دغه ګډه بیانیه کې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو څخه غوښتل شوي چې په همغږۍ سره دې په افغانستان کې د روان ناسم بشري وضعیت له نږدې څارنه وکړي.

همداشان په دې بیانیه کې د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) اړوند د روم اساسنامې ته د ټولو ژمنو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د دغې محکمې څارنوالانو سره دې په پلټنو کې بشپړه همکاري وکړي.

په دې بیانیه کې د جنسیت پر بنسټ د جنایاتو په تړاو د څارنوالانو د نوې پالیسۍ هرکلی شوی دی.

همداشان په دغه بیانیه کې له دولتونو غوښتل شوي چې طالبانو حاکمو چارواکو سره په هره ډول بوختیا کې دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی بشري حقونو ته د درناوي په تړاو د افغانستان مسوولیتونو ته اهمیت ورکړي او دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې افغانستان سره د ښکیلتیا پر مهال ددغه هیواد د راتلوونکي په اړه په ډیالوګ کې د ښځو په ګډون ټول دخیل اړخونه فعاله ونډه ولري.

همداشان په دغه بیانیه کې د دولتونو څخه غوښتل شوي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د بشریت پر وړاندې د جنایتونوپه تړاو د پریکړو څخه په پیلیدونکو خبرو کې ملاتړ وکړي.

دغه راز په دغه بیانیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو په عاجل ډول د حساب ورکولو غوښتنه هم شوې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه دغې ګډې بیانیې ته لا غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوالو سازمانو دغسې راپورونه او بیانیې د خپل حکومت پر وړاندې پروپاکند د یوې هڅې په توګه یادې کړې وې.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانتسان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه د دغې ډلې حکومت د هیڅ هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي او د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کیدو شرطونه ایښي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG