د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د یوې ماشومې د وهلو او مړینې وروسته، ښوونکي نیول شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په فرانسه کې د یوې درې کلنې ماشومې د وهلو ټکولو او وژلو په تور د هغې د مور او پلار له تورن کېدو وروسته، د دوو ښوونځیو سرښوونکي له دې کبله نیول شوي چې ددغې ماشومې او د هغې د شپږ کلن ورور سره په کور کې د زور زیاتي په اړه یې پولیسو ته خبر نه و ورکړی.

دا درې کلنه نجلۍ او ورور یې د فرانسې په شمال لویدیځ ښار کانچس-این-اوچ کې د خپلې ۲۷ کلنې مور او ۲۹ کلن ناسکه پلار سره اوسېدل.

د سپتمبر په میاشت کې د ماشومانو د ژغورنې د خدماتو ادارې یو راپور ترلاسه کړ او د دوی کور ته ورغلل. دا درې کلنه نجلۍ روغتون ته له وړلو وروسته مړه شوه.

د ژغورنې خدماتو وویل چې د نجلۍ پر ټول بدن د وهلو ټکولو نښې وې او پښې، سینه او شا یې په ژورو زخمونو پوښل شوې وه.

چارواکو وویل چې هغه یوه اونۍ ښوونځې ته نه وه حاضره شوې. پلټونکو هغه مهال وویل چې د هغې د شپږ کلن ورور پر ځان هم د وهلو نښې وې.

ددې ماشومانو د مور او پلار په اړه ویل شوي چې کار یې نه درلود او دواړه د خپلې لور د وژلو په تور نیول شوي دي.

خو قاضي چې ددې دوسیې څېړنه کوي، دا خبره په ګوته کړې چې ولې هیچا د کورني تاوتریخوالي ددې قضیې په اړه پوليسو يا د ټولنيزو خدمتونو دفتر ته راپور نه دی ورکړی.

سیمه ایز څارنوال ریمي کوټین وویل، په دسمبر کې، د هغه وړکتون سرښوونکې ونیول شوه چې دا نجلۍ پکې شامله وه. د هغه لومړني ښوونځي مدیر هم نیول شوی چې د هغې ورور پکې زده کړه کوله.

څارنوال کوټین وویل: "پر ښوونکو د ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه د راپور په ورکولو کې د پاتې راتلو تور لګول شوی."

هغه زیاته کړه: "د وړکتون مدیرې ومنله چې هغې فکر کاوه چې باید راپور جوړ کړي خو دا کار یې ونه کړ، د دې لپاره چې وخت یې نه درلود... خو د [ابدائیه] ښوونځي مدیر له کوم مسؤلیت منلو څخه انکار کړی دی."

د پوهنې سیمه ایز چارواکي وايي چې د دواړو ښوونکو وظیفې ځنډول شوي دي او مقاماتو همدارنګه ویلي چې که دوی مجرم ثابت شي نو تر پنځو کلونو زندان او ۷۵ زره یورو جریمې سره به مخامخ شي.

د ښوونکو اتحادیې د هغوی په نیولو غوسه ښودلې دي.

د سیمې د یو ښوونځي مسئول تیري پاژوت وویل: "د ځمکې پر سر د ټولو عیبونو مسئولیت پر موږ اچول کیږي. له دې وروسته که موږ د کوم ماشوم پر ځان معمولي داغ ووینو نو راپور به ورکوو. د ټولنیزو خدمتونو اداره به په راپورونو ستړې کړو."

څارنوال کوټین همدارنګه ویلي چې ددې کورنۍ یوه ګاونډي ورته ویلي چې د نجلۍ له مړینې څو ورځې وړاندې یې هغه لیدلې وه او غوښتل یې چې په اړه یې د ټولنیزو خدمتونو ادارې ته راپور ورکړي، خو د ادارې د تلیفون کرښه مصروفه وه.

د سپتمبر په میاشت کې د کانچس-این-اوچ ښاروال د ښوونکو دفاع وکړه، او وویل چې هرڅوک تر یوې اندازې مسؤل دی.

ښاروال وويل: "په دې ښار کې داسې خلک شته چې که کوم سپی په لوړ غږ وغاپي، ما ته زنګ وهي. خو چې داسې لویه پیښه کیږي، بیا هیڅوک نه پیدا کیږي چې ما پرې خبر کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG