روسيې په تېرو څو کلونو کې په افريقا کې خپله ښکېلتیا پراخه کړې او ژمنه يې کړې چې له افریقايي هېوادونو سره به د غلو دانو د صادراتو او همدارنګه د وسلو او انرژۍ د لېږد په برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
روسیه چې د تیر کال په فبرورۍ کې پر اوکراین باندې د یرغل له کبله د امریکا او اروپا له خوا منزوي شوې، اوس د نړۍ ترټولو بې وزلې لویې وچې افریقا سره د همکاریو د پراختیا په لټه کې ده.
غلې دانې
روسیه د جولای په میاشت کې له هغه تړون څخه ووتله چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته اجازه ورکوي.
د اوکراین د غلې صادرات په نړۍ کې د خوړو د کمښت د هغه بحران په کمولو کې مهم ګڼل کیږي چې د اوکراین او روسیې تر منځ د شخړې له امله رامینځته شوی دی. روسیه او اوکراین په نړۍ کې د غلو دوه لوی صادرونکي هېوادونه دي.
د دې تړون له مخې، تیر کال د اوکراین ۳۲ میلیون ټنه غلې دانې افریقايي هېوادونو او نورو نړیوالو بازارونو ته صادرې شوې.
د تړون د لغو کېدو له امله د افریقایي هېوادونو سره د غلو دانو د کمښت په اړه پیدا شویو اندیښنو ته د ځواب ویلو په موخه، روسیه ځان د غلو د بدیل عرضه کونکي په توګه معرفي کوي تر دې چې افریقايي هېوادونو ته یې د وړیا غلو ورکولو وړاندیز کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: "زه غواړم ډاډ ورکړم چې زموږ هیواد د دې وړتیا لري چې د سوداګرۍ دپاره او همدارنګه په وړیا توګه د غلو دانو برابرولو په برخه کې د اوکراین د غلو دانو تشه ډکه کړي."
روسیې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱.۵ میلیونه ټنه غلې افریقا ته صادرې کړې. د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې دغه کچه ۱۰ میلیونه ټنه وه.
د روسیې د اقتصاد وزارت لوړپوړي چارواکي پاول کالمیچیک وویل، چې افریقا ته د روسیې د صادراتو شاوخوا ۲۵ سلنه غنم جوړوي.
واګنر
د روسیې اجیرې وسله والې ډلې واګنر ته د کلونو راهیسې په افریقایي هیوادونو کې د مسکو د وسله وال نفوذ د پراختیا د وسیلې په توګه کتل کیږي.
د واګنر په اړه ویل کیږي چې په لیبیا، مالي، موزمبیق او سوډان کې جنګیالي لري او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د ولسمشر فوستین ارچینج توادیرا امنیت اداره کوي.
یوې اروپايي نظامي سرچینې فرانس پرس ته وویل چې واګنر د سوډان، مرکزي افریقا جمهوریت او مالي د معدنونو سره زر انتقالوي او له کبله یې د روسیې اقتصاد تغذیه کیږي.
خو د روسیې د دودیزې اردو په خلاف د واګنر ناکام بغاوت په بهر کې د دې ډلې عملیات له ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې په افریقا کې د واګنر راتلونکی "د افریقايي هیوادونو په حکومتونو په تصمیم پورې اړه لري."
وسلې
روسیه د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ راهیسې له افریقايي هېوادونو سره پوځي تړونونه لري.
د روسیې یوې نظامي سرچینې فرانس پرس ته وویل، روسیه دغو تړونونو ته "دوام ورکوي او د افریقا په ځینو برخو کې پوځي همکارۍ نورې هم پراخوي."
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو همکاریو په اساس روسیه "د شوروي له وخت راهیسې [افریقا ته ورکړل شوې] وسلې عصري کوي" او همدارنګه نورې عصري وسلې او تجهیزات ورته برابروي.
د همدې سرچینې په وینا، "روسیه له ټولو هیوادونو سره کار کوي، حتی له هغو هېوادونو سره چې په دودیز ډول په دې برخه کې له فرانسې، متحده ایالاتو او هسپانیا سره همکاري لري."
په سټاکهولم کې د نړیوالې سولې څیړنیز انسټیټیوټ د مارچ ۲۰۲۳ په راپور کې وویل چې په ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو کې د روسیې شاوخوا ۱۲ سلنه وسلې افریقایي هیوادونو ته صادرې شوي دي.
خو د روسیې د فدرالي تاکتیکي نظامي همکاریو رئیس دیمیتري شویګو وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې د وسلو د ټولو صادراتو ۳۰-۴۰ سلنه افریقا ته صادرې شوې وې.
شویګو په ۲۰۱۹ کې افریقا ته د روسیې د صادرو شویو وسلو ارزښت ۱۴ میلیارد ډالر اټکل کړی و.
انرژي
روسیه غواړي چې د اټومي زیربنا په برخه کې هم خپل تخصص نورو هېوادونو ته ولیږدوي.
په ۲۰۲۲ کې ، د روسیې اټومي شرکت روزاتوم (Rosatom) په همکارۍ د مدیترانې د ساحل په الدبا ښار کې د مصر د لومړني اټومي بریښنا سټیشن د جوړولو کار پیل شو.
روسي مقاماتو دغه راز د روانډا او نایجیریا په شمول له یو شمیر نورو افریقایي هیوادونو سره هم د کوچنیو اټومي بټیو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.
روسیه په داسې حال کې چې له اکثره لویدیځو بازارونو څخه منع شوې، اوس هڅه کوي چې د خپلې انرژۍ صادراتو ته نوی بازار ومومي. مسکو ډاډ څرګند کړی چې په ځانګړي ډول له الجزایر سره به د انرژۍ په برخه کې همکاري پراخه کړي.
د روسیې د اقتصاد وزارت د معلوماتو په اساس، په افریقا کې د روسیې د پانګونې شاوخوا دوه پر دریمه برخه د تیلو او ګازو او همدارنګه د یورانیمو، الماسو او نورو قیمتي ډبرو پر زیرمو متمرکزه ده.