د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سند د کورنیو چارو وزیر: ټول غیرقانوني کډوال شړو


د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو سرپرست وزیر حارث نواز وايي چې د غیر قانوني کډوالو په خلاف د اقدام پرېکړه د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا شوې او د پاکستان د نورو برخو په څېر د سند په ایالت کې هم پلې کیږي.
د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو سرپرست وزیر حارث نواز وايي چې د غیر قانوني کډوالو په خلاف د اقدام پرېکړه د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا شوې او د پاکستان د نورو برخو په څېر د سند په ایالت کې هم پلې کیږي.

د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز وايي، حکومت یې پتېیلې ده چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وشړي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې د سند ایالت د سرپرستې کابینې دغه غړي تور پورې کړ چې ناقانونه کډوال زیاتره ددغه ایالت په مرکز کراچۍ کې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

هغه وویل: " په کراچۍ کې یې ډیرې ستونزې ایجاد کړي دي. په غلاوو او شوکو کې لاس لري... موږ تل غوښتنه کړې چې دا کډوال کنترول شي. خلک د ترهګرۍ دپاره دلته راځي او د دوی [کډوالو] تر منځ پټیږي. زیاتره ځانمرګي بریدکوونکي همدلته پټیږي."

ښاغلي نواز وویل چې د غیر قانوني کډوالو په خلاف د اقدام دا پرېکړه د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا شوې او د پاکستان د نورو برخو په څېر د سند په ایالت کې هم پلې کیږي.

هغه وویل: "مشکل دا دی چې دوی [افغان کډوال] دلته اوسیږي. ددې ځای ډوډۍ خوري او اوبه څښي خو بیرغونه د افغانستان رپوي او د پاکستان مخالفت کوي... موږ پدې خاطر افسوس کوو او زموږ حق دی چې لږ تر لږه دا ډول خلک وشړو."

د پاکستان نورو مقاماتو هم له دې وړاندې تور پورې کړی چې له افغانستان څخه ورانکاري پاکستان ته اوړي او په دغه هېواد کې په ترهګریزو پېښو کې لاس لري.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو دغه تورونه بابېزه ګڼلي او ویلي یې دي چې پاکستان "د خپل بام واورې پر بل اچوي."

پاکستان د تیر ۲۰۲۲ کال د لومړیو میاشتو راهیسې په دغه هیواد کې په ځانګړي ډول سند ایالت او پایتخت اسلام اباد کې د سفر د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې او په سلګونو افغانان یې نیولي او په بند کې اچولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي، له قانوني کډوالو سره مشکل نلري.

هغه وویل: "هغوی زموږ ورونه دي او خوشحاله یو چې دوی دلته دي. خو هغه کسان چې غیر قانوني دلته راځي او په غلاګانو او شوکو کې لاس لري، موږ د هغوی په خلاف اقدامات کوو."

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو اندېښنه ښودلې چې پاکستاني پولیس د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي او ورڅخه د رشوت په توګه پېسې اخلي. ښاغلي نواز دغه امکان رد نه کړ او زیاته یې کړه چې د مخنیوي دپاره یې هلې ځلې کوي.

هغه وویل: "په دې برخه کې په کراچۍ کې مفتشین په دنده ګومارل شوي. هغوی په خورا ایماندارۍ سره کار کوي چې د خلکو له ځورولو مخنیوی وکړي. او که پولیس پکې لتاړ وي، سزا به وویني."

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG