د لاس رسي وړ اتصالات

د خیټې غوړ څنگه له منځه یوسو؟


پوهانو په یوې نوې څیړنې کې د بدن د مختلفو برخو د غوړو (وازگو) د ویلې کولو او له منځه وړلو نوې لارې چارې څیړلي دي.

پدغه څیړنه کې چې د هپاتولوژي په ژورنال کې خپره شوې د بدن د غوړو کمول په ځانگړې توگه د ځیگر او پانقراس شاوخوا وازگو په کمولو د لږ قندي موادو لرونکو خواړو او بدني تمرینونو اثر ارزولی دی.

پوهانو په (MRI) ماشینونو باندې د ٢٧٨ چاغو گډون کوونکو د بدن د غوړو اندازه له څیړنې له پیل دمخه او د ١٨ میاشتو په ترڅ کې څیړلې ده. پدغه موده کې د څیړنې گډون کوونکو ته د قندي موادو نه لرونکي خواړه یا مدیترانه یي غذا ورکول کیده.

مدیترانه یي خواړه چې تر زیاتې اندازې په ایټالیا، هسپانیا او یونان کې رواج لري، په کې د زیتون غوړي، حبوبات، مغزیات، سبزیجات او د ماهي غوښې شاملې دي.

څیړونکي پدې پوه شوي چې مدیترانه یي غذاگانې لږ قندي مواد لري د ځیگر، زړه او پانقراس شاوخوا وازگو پر کمولو باندې ښه اثر لري. د څیړونکو په اند سربیره پر دې ددغو خوراکونو سره جوخت په فزیکي تمرینونو او بدني فعالیت سره د انسان د بطن دننه او بالاخره د خیټې شاوخوا غوړ نور هم راکمیږي.

ددې څیړنې نورې موندنې د نورو څیړنو د نتیجو په تائید خبرداری ورکوي چې د ځیگر او پانقراس شاوخوا غوړ ډیر خطرناک دي او کیدای شي د زړه، رگونو او شکرې ناروغۍ د اخته کیدو سبب کیږي.

د کب په غوښه، مغزیاتو، زیتون غوړیو، حبوباتو او سبزیو کې د شحمي تیزابونو شتون د مدیترانه یي خواړو نورې گټې دي چې دغې څیړنې په ډاگه کړي.

څیړونکو ټینگار کړی دی چې د بدن او په ځانگړې توگه د خیټې د غوړو د له منځه وړلو لپاره د غذایي رژیم څخه په بشپړه توگه د شکرې او غوړو لرې کول سم کار ندی بلکه قندي مواد او گټور غوړ چې په مدیترانه یي خوراکونو کې شته باید انډول یې وساتل شي او په ورځنیو خواړو کې شامل کړای شي.

له دې دمخه یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې مدیترانه یي غذایي رژیم د دماغ ښه سلامتیا تضمینوي او هغوی چې له دغه غذایي رژیم نه کار اخلي په ځانگړې توگه پوخ عمره خلک په کمه کچه د الزایمر او عقلي زوال په څیر په شناختي اختلالونو اخته کیږي.

همداشان یوې بلې څیړنې موندلي چې مدیترانه یي غذایي رژیم د زړه حملې، سکتې او د قلبي ناروغیو له وجې مړینې ٣٠ فیصده راکموي.

XS
SM
MD
LG