ټول پوهیږي چې ناروغان په ټوخي او پرنجي د خپلې ناروغۍ عامل که مکروبي وي شاوخوا ته خپروي، خو یوې نوې څیړنې حیرانونکي جزییات موندلي چې په یو پرنجي وهلو مکروب په څومره چټکتیا او تر کوم واټن پورې خپریږي.
د بریتانیا د بریستول پوهنتون پوهانو د هوا په کوچنیو ذرو کې د بکتریا د پاتی شونو د خپریدو سرعت او هم د ناروغۍ د عواملو موجودیت څیړلی دی چې د یو ناروغ د ټوخي او یا پرنجي پر وخت د هغه له خولې نه بهر وځي.
د بریتانوي پوهانو موندنې ډیرې په زړه پورې وې او هغه دا چې د یو ټوخي یا پرنجي سره شاوخوا ١٠٠ زره مکروبونه په ساعت کې د شاوخوا ١٦٠ کیلومترو په سرعت سره بهر ته خپریږي.
یو سالم شخص د شاوخوا ١٠٠٠ بکتریاو یا ویرسو په اخیستلو سره ناروغ کیدای شي. نو د هوا کوچنۍ زرې چې هره یو یې تر ٢٠ ویروسو یا بکتریاو لرونکې وي د یو سالم شخص د ناروغولو لپاره بس دي.
د ناروغۍ اکثر دغه عوامل په ځانگړې توگه د انفلونزا او ریزش ویروسونه دي، خو نورې بکتریاوی لکه د مکروبي سینه بغل عامل هم پدې ډول د یو ناروغ شاوخوا په ویروس ککړولی شي.
پوهانو ویلي دي چې په محیط کې د یو بیمار نه د مکروب د خپریدو ډیره کچه د پرنجي وهلو او ټوخي کولو لومړۍ شیبې دي. په هوا کې د مکروب کوچنۍ قطرې چې د ناروغ له خولې نه په ټوخي یا پرنجي وځي د یو شخص د سږو عمق ته رسیږي چې هغه تنفس کوي.
دغه ذرې چې قطر یې د یو ویښته څخه لږ دی د پوهانو په وینا ځنې وخت د څو ثانیو او ځنې وخت هم د اونیو لپاره په هوا کې پاته کیږي.
ډاکتران سپارښتنه کوي کله چې یو ناروغ شخص ټوخی کوي او یا پرنجی وهي باید سالم افراد ترې لږ تر لږه دوه متره لرې وي.
د ډاکترانو بله سپارښتنه داده چې ناروغ شخص د خپلو دوستانو، عزیزانو او اطرافیانو د ساتنې په خاطرخپله پزه او خوله په یو ماسک پټه کړي او یا هم د ټوخي او پرنجي پر وخت هغه په دستمال او یا هم لږ تر لږه په خپل لستوڼي وپخوي.
په صابون او اوبو باندې د لاسونو پرله پسې مینځل او یا هم په هغو محلولونو باندې پاکول چې الکول لري د مکروبونو د خپریدو د مخنیوي لپاره یوه بله ښه لار ده.