د لاس رسي وړ اتصالات

ټولنیزې شبکې د نجونو روح روان ډېر زیانمنوي


جنسیت حتی د ټولنیزو شبکو په استعمال کې رول لوبوي او نویو څیړنو ښودلې چې نجونې د هلکانو په پرتله زیاتې ځورول کیږي.

ځوانې نجونې چې د ټولنیزو شبکو سره سروکار لري، د همزولو هلکانو په پرتله دوه چندهخپه کیږي.

د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې نجونې تر ډیره د هغه ازار او ځوریدنې په خاطر چې په انلاین فضا کې ورسره مخامخ کیږي په ټولیزو شبکو کې د مشغولتیا په خاطر د خوب له گډوډیدو او پر ځان د لږ باور لرلو ستونزو په وجه له خپگان سره مخامخ کیږي.

دغه څیړنه په بریتانیا کې د ټولینزو شبکو په ۱۱۰۰۰ ځوانو کارونکو باندې شوې ده.

پوهان پدې پوه شوي چې ١۴ کلنې نجونې له نورو څخه زیات په ټولیزو شبکو کې بوختې وي او د هغوی له دریو څخه دوه برخې د ورځې لږ تر لږه درې ساعته په ټولینزو رسنیو کې تیروي، پداسې حال کې چې په همدې عمر د هرو پنځو هلکانو څخه یو یې په ټولنیزو شبکو کې بوخت وي.

دغې نوې څیړنې همداشان موندلي چې د ټولنیزو شبکو ١٢ فیصده "کم کارونکي" او ددې شبکو ٣٨ فیصده "زیات کارونکي" چې پنځه ساعته او یا زیات وخت پدغو شبکو کې تیروي د سخت خپگان سره مخامخ کیږي.

څیړونکي پدې هم پوه شوي چې پدغه څیړنه کې شامل ۴٠ فیصده نجونې او ٢٥ فیصده هلکان د ټولنیزو شبکو او انلاین فعالیت په ترڅ کې د ازار او ځوریدنې سره مخامخ شوي دي.

همداشان په څیړنه کې شاملې ۴٠ فیصده نجونې او ٢٨ فیصده هلکان د خوب د اختلال سره مخامخ وو. اضطراب او گډوډ خوب دواړه د خپگان سره اړیکه لري.

همداشان نجونو او هلکانو تقریباً یو شان په ټولنیزو شبکو کې د خپلو سر تر پایه عکسونو، په ځان باور لرلو او د هغوی د ظاهري شکل په څرگندیدو یو شان اندیښنه ښودلې ده.

د لندن کالج د پوهنتون استادې کیلی یوني چې ددې څیړنې مرستیاله وه کورنیو او قانون جوړونکو ته په خطاب کې ددغې څیړنې نتیجې خبرداری ورکونکې گڼلې دي. میرمن یوني د یوې اعلامیې په خپرولو وویل "دغه موندنې د ټولنیزو شبکو د خوندي استعمال د لارښونې په اړتیا باندې ټینگار کوي او له شرکتونو غواړي چې په ټولنیزو شبکو کې د ځوانانو د مصروفیت موده په جدي توگه تنظیم کړي".

میرمن یوني له کورنیو څخه هم غوښتي چې هغه موده محدوده کړي چې د دوی ماشومان او تنکي ځوان اودلادونه یې په ټولنیزو شبکو کې لگوي او اجازه ورنکړي چې اولادونه یې موبایل او یا ایپد د خوب خونو ته یوسي.

دغه څیړنه چې لگښت یې د بریتانیا د اقتصادي او ټولنیزو څیړنو د شورا له لورې ورکړل شوی د بریتانیا د کلینیکي طب په ژورنال کې خپره شوې ده.

XS
SM
MD
LG