د لاس رسي وړ اتصالات

په کاناډا کې به پر هر سګرټ د روغتیایي خبرداري لیکل اړين شي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

کاناډا به ډیر ژر په نړۍ کې هغه لومړی هیواد شي چې په هر یو سګرټ به روغتیايي خبرداری لیکل شوی وي.

دغه اقدام چې موخه یې د خلکو سره د سګرټ د عادت په پريښودلو کې مرسته ده، لومړی ځل په ۲۰۲۲م کال کې د کاناډا د عامې روغتیا د پالیسۍ ادارې لخوا اعلان شو او د روان ۲۰۲۳م کال، د اګست میاشتې څخه به پلي‌ شي.‌

په لومړي پړوا کې به دغه روغتیایي خبرداری د ګینګ سایز اوزده سګرټو پر بستو ، وروسته د معمولي او بیا د کوچنیو سګرټو پر پاکټونو لیکل کیږي.

د کاناډا د رواني روغتیا وزیرې، مېرمن کارولین بینیټ د چهارشنبې په ورځ، د مې ۳۱ (غبرګولي ۱۰) وویل: "دغه اقدام به د روغتیا اړوند د خبرداری پیغامونه په حقیقت کې د منلو وړ کړي."

په دې توګه په کاناډا کې به د سګرټو پر هرې دانې دغه پیغام چې "د سګرتو لوګی زهر دی" لیکل شوې وي. همدا راز د سګرټو پر هرې بستې به په انګلیسي او فرانسوي ژبو د ماشومانو پر روغتیا د سګرټو د زیانونو په اړه د خبرداری پیغامونه لیکلې وي.

د مېرمن بینیټ په وینا،‌ پداسې حال کې چې په کاناډا کې هر کال ۴۸زره تنه د دخانیاتو د استعمالو له امله خپله ژوند له لاسه ورکوي، ددغه نوي اقدام موخه دا ده چې تر ۲۰۲۵م کال پوري‌ په دغه هېواد کې دخانیاتو د استعمال کچه پنځه سلنې ته راټېټه شي.

د کاناډا د "زړه او سکتې" د خیریه بنسټ اجرائیوي مدیر داګ روث وايي چې، د دغه اقدام په پلي کیدو سره به ډاډ ترلاسه کړي چې د سږو روغتیا ته ګواښونه له پامه نشي غورځیدلاي.

په ورته وخت کې د کاناډا د سرطان ټولنې ویلي چې دا اقدام به نه یواځې د سګرټ څکولو او د سګرټو لیوالیتا کچه راټېټه کړي، بلکې د سرطان او نورو ناروغیو مخه به هم ونیسي.

دغه اقدام پداسې حال کې عملي کیږي چې په کاناډا کې د تنباکو اعلانونه منع دي او د سګرټو پر پاکټونو روغتیايي خبرداری له ۱۹۷۲م کال راهیسې شتون لري.

همدا راز په ۲۰۰۱م کال کې، کاناډا لومړی هیواد و چې د تنباکو شرکتونو یې دې ته اړ کړل چې د سګرټو پر پاکټونو او بستو باندې د روغتیايي خبرداریو انځور او متن خپور کړي.‌

XS
SM
MD
LG