د لاس رسي وړ اتصالات

'د هند له لوري خوشې شوې اوبه په پاکستان کې د سېلابونو لامل شوي'


د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هند له لورې خوشې شوې اوبه د دوی په سیمو کې د سختو سیلابونو لامل شوي دي.

د جولای په میاشت کې موسمي بارانونو هند ته زیان ورساوه او هندي چارواکو اضافي اوبه په سیندونو کې خوشې کړې چې ګاونډي پاکستان ته وبهیږي.

چارواکي دا یو عادي بهیر بولي خو د هند پولې ته څېرمه د پاکستان د پنجاب ایالت د "بهکي ویند" سیمې اوسېدونکي وايي، د هند له لورې اوبه سږکال له وخت څخه وړاندې راغلي او د دوی کروندې او ځینې کورونه یې لاندې کړي دي.

په دې سیمه کې د ستلج سیند د اوبو کچه له ۱۰ مترو څخه ۱۵ مترو ته لوړه شوې او د شاوخوا کلیو اوسېدونکو خپل کورونه پرې ایښي او لوړو سیمو ته کډه شوي دي.

د ١٩٦٠کال د یو تړون په اساس هند او پاکستان پرېکړه کړې چې له ستلج سیند څخه به په ګډه کار اخلي.

په هند او پاکستان دواړو کې د سږکال د مونسون سخت بارانونه د اقلیم د بدلون نتیجه بلل کیږي چې د ستلج په سیند کې یې د اوبو اندازه د ١٩٨٨کال راهیسې ترټولو لوړې کچې ته پورته کړې ده.

د سیلاب له امله په دې اغېزمنو شویو سیمو کې د ژغورنې ماشیني کښتۍ د تګ راتګ یوازینۍ وسیله ده چې خلک او څاروي خوندي ځایونو ته لېږدوي.

د پنجاب چارواکی رشيد اختر وايي، د هند له لورې د سیلاب اوبه معمولاً د اګست، سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې راځي خو دا ځل په جولای کې راغلي دي.

هغه زیاتوي: "زموږ لپاره، دا خورا غیر معمولي وه، موږ د دې تمه نه لرله. موږ د بارانونو سره سره دا تصور نشو کولی چې دومره اوبه به راشي."

څارونکي وايي د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره باید کلي له هغو سیمو څخه چې د سیندونو په غاړو کې پرتې دي، لیرې شي. خو دا دومره اسان کار نه ګڼل کیږي.

په هند او پاکستان دواړو هېوادونو کې د مونسون د بارانونو شدیده څپه لا دوام لري او د عامو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG