د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د واکمن ګوند یو قانون جوړوونکی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور نیول شوی 


د هند پولیس
د هند پولیس

په هند کې پولیسو د واکمن ګوند یو قانون جوړونکی راجا سنګ د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي‌ په تور نیولی دی.

د هند پولیسو نن سه شنبه اګست ۲۳ (وږۍ۱) په داسې مهال دغه قانون جوړوونکی نیولی دی چې څه موده مخکې د واکمن ګوند د یوې بلې غړې له لوري د اسلام پیغمبر ته له سپکاوي وروسته دا هېواد د مظاهرو او بهر کې له یوې دپلوماتیکې څپې سره مخامخ شو.

د سه شنبې په ماښام د هند د حیدراباد په ښار کې سلګونه کسان راټول شوي وو او د واکمن ګوند بهارتیا جانتا د غړي راجا سنګ توقیف کول یې غوښتل. راجا سنګ، چې په پاروونکو خبرو مشهور دی، یوه ویدیو خپره کړې چې د سیمه ایزو رسنیو په حواله د اسلام پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د تلانګانا ایالت یو لوړ پوړي پولیس چارواکي‌ ورته منلې چې ښاغلی سنګ د سه شنبې په سهار نیول شوی دی.

د ښاغلي سنګ دا خبرې د یو مشهور مسلمان ټوکمار منور فاروقي په ضد وې. منور فاروقي په مذهبي مسائیلو غږیږي‌ چې هندي‌ ملتپال یې غندي، ځوروي‌ او ګواښونه یې ورته کړي دي.

تر دې مخکې د هند د واکمن ګوند یوې ویاندې په یو تلویزوني بحث کې د اسلام د پیغمبر او د هغه د تر ټولو کوچنۍ مېرمنې په اړه څرګندونې وکړې چې په هند کې یې په ضد مظاهرې وشوې.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د هند واکمن ګوند د خپلې دغې ویاندې نوپور شرما دنده له هغې وروسته وځنډوله چې شاوخوا شلو هېوادونو د هند دپلوماتیک استازي د هغې د خبرو په اړه د وضاحت لپاره وربللي وو.

د هغې له څرګندونو وروسته په هند کې مسلمانانو مظاهرې وکړې او له پولیسو سره په اخ او ډب کې دوه مظاهره کوونکي ووژل شول. دوه نور کسان بیا د هغه هندي‌ خیاط د قتل په تور ونیول شول چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د نوپور شرما د څرګندونو په ملاتړ خبرې کړې وې.

د هند عالي محکمې تېره میاشت په میرمن شرما باندې کلک انتقاد وکړ چې هېواد کې یې اور بل کړی.

XS
SM
MD
LG