د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا سخت دریځه جنجالي ملا له بند نه خوشې کیږي


د اندونیزیا یو سخت دریځ مذهبي مشر ابوبکر بشیر
د اندونیزیا یو سخت دریځ مذهبي مشر ابوبکر بشیر

د اندونیزیا یو سخت دریځ مذهبيمشر چې ددې هیواد د اسلامي سخت دریځو فکري لارښود گڼل کیږي ټاکل شوې د ١٥ کاله بند تیرولو نه دمخه خوشې شي.

مقاماتو ویلي ابوبکر بشیر وروسته له هغې ازادیږي چې د اندونیزیا جمهور رئیس د سخت دریځه مذهبي ایډیالوژۍ نه د لاس اخیستلو په شرط د هغه د بند پاتې موده وبخښله.

ښاغلی بشیر د اندونیزیا د حکومت سیکولر تگ لاره نه مني او په وار وار یې ټینگار کړی دی چې د خپلو اعمالو په هکله یواځې خدای ته ځوابگویه دی. هغه همداشان ویلي چې په اندونیزیا کې باید د اسلامي شریعت جاري شي.

دغه سخت دریځه ملا د اندونیزیا د انتخاباتو په درشل کې له زندان نه خوشې کیږي. د اندونیزیا د جمهور رئیس منتقدین وایي د هغه موقف نیونه "په پوره اندازه اسلامي نده".

د یو اسلامي سیاسي گوند رئیس یوسریل ایزا ماهندرا، چې په عین حال کې د اندونیزیا د جمهور رئیس انتخاباتي سلاکار هم دی په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ابوبکر بشیر د بندیتوب موضوع ته یې د جمهور رئیس پام اړولی دی.

که څه هم چې تر اوسه ددغه ٨٠ کلن سخت دریځه ملا د ازادیدو لپاره کومه نیټه نده اعلان شوې، خو تمه ده چې هغه به په څو راتلونکو ورځو کې خوشې شي.

ابوبکر بشیر، په ٢٠٠٢ کال کې د بالي ښار د بمي بریدونو وروسته ونیول شو، خو څارنوالانو ونشو کړای چې په بریدونو کې د هغه لاس درلودل ثابت کړي، په نتیجه هغه ١٨ میاشتې بندي کړای شو.

خو په ٢٠١١ کال کې د اسلامي ملیشو د زده کړو له کمپ نه د ملاتړ په وجه په ١٥ کاله بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG