اوچا: لاسوهنو او محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو په بهیر کې د لاسوهنو ۲۹ پیښې یې ثبت کړې دي.

د ۲۹ ثبت شویو پېښو له ډلې ۱۱ پيښې د جنسیت اړوند پېښو په توګه طبقه ‌بندي شوې دي.

اوچا په یوې اعلامیې کې ویلي په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د لاسرسي وضعیت تر ډېره د واکمنو چارواکو (طالبانو) له خوا د اداري او عملیاتي لاسوهنو تر اغېز لاندې و.

اوچا په اعلامیې کې ویلي: "د جنسیت اړوند محدودیتونه لا هم په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ وو او د بشري مرستو د رسولو بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی و. دغو محدودیتونو هم د ښځینه بشري مرستندویه کارکوونکو پر ګډون او هم روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو او مرستو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي اغېز کړی و."

اوچا زیاته کړې:"د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کېدو کې لاسوهنې تر ټولو لوی خنډ دی."

اوچا وايي د افغانستان په لوېدیځ کې د پېښو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی، ورپسې سویلي او سوېل ختیځو سېمو کې د لاسوهنو پیښې هم ثبت شوې دي.

اوچا وايي د راپور شویو محدودیتونو په ډله کې د دوی پر ساحوي فعالیتونو فشار راوړل، له خبرتیا پرته د دفترونو څخه لېدنه، د ځمکو او جوازونو اړوند شخړې، د ولایتونو ترمنځ د بشري مرستو د لېږد پر بهیر اغېز لرونکي شرایط او د پروژو په طرحه کې د لاسوهنې هڅې شاملې دي.

دغو اقداماتو د روغتیا، پوهنې، خوندیتوب، معیشت، اوبو، حفظ‌الصحې او زیربنايي پروګرامونو فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

طالبانو د اوچا د تازه اعلامیې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG