د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: طالبانو د اوبو د کچې معلومولو لپاره له سیمې څخه د یو ایراني ټیم لیدنې سره موافقه کړې


کمال خان بند (ارشیف)
کمال خان بند (ارشیف)

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی حسین کاظمي قمي، ویلي، چې د طالبانو حکومت د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره له سیمې څخه د یو ایراني تخنیکي پلاوي د لیدنې سره موافقه کړې ده.

حسین کاظمي قمي، چې په کابل کې د ایران سفیر هم دی، د شنبې په ورځ جون۱۷ (جوزا ۲۷) د ایران د صدا او سیما خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت سره د هلمند د سیند اوبو د حقابې په اړه خبرې ښې روانې دي.

ښاغلي قمي ویلي: "اوس چې کومې موافقې شوي مونږ کولی شو، چې زمونږ متحصصان لاړ شي سیمه وګوري او ددې زمینه برابره شي، چې انشاالله اوبه خوشې شي".

حسین کاظمي قمي، د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند د اوبو د ویش د تړون د پنځم بند له مخې ویلي، چې ایراني تخنیکي پلاوی کولی شي د هلمند په سیند کې د اوبو کچه له نږدې وګوري.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر په دغه اوږده مرکه کې ویلي، چې ټاکل شوې ده دا تخنیکي پلاوی به د یوې میاشتې په موده کې سیمې ته سفر وکړي.

ښاغلي قمي ویلي: "ما په تیرو څرګندونو کې د یوې میاشتې یادوونه کړې وه ، چې ۱۵ ورځې یې تیرې شوي دي، انشاالله تر هغې، چې زمونږ پلاوي لاړ شي مخکې له دې باید دا کار ترسره شي".

همداشان افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر په دغه مرکه کې ویلي، چې دمخه د کجکي د بریښنا په بند کې اوبو د کچې د معلومولو اله خرابه شوې وه، چې اوس د طالبانو چارواکو ورته ویلي، چې دا اله بیرته فعاله شوې ده.

حسین کاظمي قمي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې تیره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د جون په ۱۲ (جوزا ۲۲) تهران کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې یو ایراني پلاوي په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو سره د حقابې په مسلې باندې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی او موافقه شوې، چې طالبان به په دې برخه کې نوي ګامونه پورته کوي.

ناصر کنعاني ویلي: "د افغانستان د سرپرست دولت له جګپوړو چارواکو سره ښې خبرې شوې دي. په دې اړه موافقه وشوه، چې د افغانستان لوری مثبت او نوي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې لازم فني اقدامات هم ترسره شي."

هغه وویل چې د حقابې په برخه کې همکاري به د دواړو هیوادونو ترمنځ د نورو همکاریو لپاره لاره پرانیزي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د دغه ایراني چارواکي په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

خو د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته د ایران او د طالبانو د حکومت د کمیسارانو ترمنځ په نوبتي غونډو کې د نورو مسلو ترڅنګ په دې مسله خبرې تائید کړي دي.

ددې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د ایران له 'صدا او سیما' دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي و، چې تهران د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

هغه ویلي و، چې تر اوسه د افغانستان په چارو کې د ايران له ځانګړي استازي سره د 'طالبانو د حکومت پلاوي' خبرې اترې مثبتې او د منلو وړ دي.

ښاغلي عبداللهیان په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل: "د حقابې موضوع مو په اجنډا کې ده او د ایران ولسمشر، ښاغلي کاظمي قمي د دې مسئلې د تعقيبولو په موخه ټاکلى دى ترڅو د دواړو لورو تر منځ مسئلې په ښه او غوره توګه حل او فصل شي.

تیره میاشت د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې د هلمند د حقابې حق دې ایران ته ورکړي. هغه ویلي وو: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي."

رئیسي ویلي وو چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند د اوبو وضعیت وګوري او په خبره یې که ایراني کارپوهانو تائید کړ چې هلته اوبه نشته، په دې مسئلې به بیا بحث نه کېږي.

د ایران د جمهور رئیس او ددغه هیواد د نورو لوړپوړو چارواکو د دغو څرګندونو وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له چارواکو وغوښتل، چې د هلمند سیند اوبو د حقابې مسئله دې نه سیاسي کوي.

متقي د مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) د طالبانو د یو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلین په مراسمو کې وویل چې دا ډله په دغې مسئلې کې د دواړ هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړه: "له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو په ځای، دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو".

د دواړو خواو ترمنځ په دې مسله تاوتریخوالی د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې د یوې لنډې نښتې سبب هم شو، چې د سرحد دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریزکې د هلمند د اوبو د ویش په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې باید ددغه سیند څخه په کال کې ۸۲۰ میلیونه متر معکبه اوبه ایران ورکړل شي.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم ویلي وو چې په تیرو کلونو کې ایران ته د هلمند اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې تړون څخه څه زیات بهیدلي‌ دي.

ددغو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

XS
SM
MD
LG